ورزش

د وزلوبې سیالۍ؛ ۸ لوبډلو یو څلورم پړاو ته لار پیدا کړه

کابل کې د افغانستان د وزلوبې لیګ سیالیو په دوام، نن د سرپل، تخار، بلخ، وردګ، بدخشان او لوګر په ګډون د شبږو لوبډلو ترمنځ درې لوبې وشوې.

د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې سرپل د تخار لوبډلې ته ماتې ورکړه او یو څلورم پړاو ته یې لار پیدا کړه.

 بله لوبه کې بیا بلخ د ٨ پر ٢ پایلې سره د وردګو لوبډله له مخې لیرې کړه.

 او بدخشان هم د اته پر ۰ په پایلې سره لوګر ته ماتې ورکړه.

پای کې د سرپل، بلخ او بدخشان لوبډلو د دغو سیالیو بل پړاو ته لاره پیدا کړه.

په دې سیالیو کې د هېواد د ۱۲ ولایتونو په استازیتوب لوبډلو ګډون کړی دی.

د دې سیالیو په لومړی بړاو کې، هرې لوبډلې دوې لوبې وکړې او پایله کې اته لوبډلې د دې لوبو یو څلورم پړاو ته لار پیدا کړه.