ښځې

د زده کړو او تحصیل له حقه د نجونو په بې‌برخې کېدو د کورنیو نیوکې

د ښځو او نجونو پر مخ د پوهنتونونو پرله پسې تړلو د کورنیو له سختو نیوکو سره هم مخ شوي دي.

د ښځينه محصلینو يو شمېر کورنۍ وايي، چې په يو کال کې يې لوڼې له زده کړو لېرې پاتې شوې، چې له امله يې لوڼې تریخ او ستونزمن ژوند تېروي.

له دې سره هم مهاله د پوهنتونونو یو شمېر استادان هم په پوهنتونونو کې له زده کړو د ښځو او نجونو بې برخې کول د اندېښنې وړ بولي او له نړۍ غواړي چې دا مسئله جدي ونیسي.

مریم هغه مهال د هرات پوهنتون د طب پوهنځي په شپږم کال کې وه چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۰ مه پوهنتونونه د نجونو پر مخ وتړل.
دغه محصله وايي، که طالبانو د نجونو پر مخ پوهنتونونه نه وای تړلي، نو سږ کال به له پوهنتونه فارغه وای.

مريم، چې د زړه کړو په وخت کې به يې د کتابونو پاڼې اړولې اوس د ګنډلو تر څرخونو لاندې جامې ګنډي.

هغه ټینګار کوي چې هیله لري په راتلونکي کې هم ټولنې او په ځانګړې توګه ښځو ته په طبي برخه کې خدمت وکړي.

یوه محصله مريم وايي: «له دې امله چې د فراغت سندونه مې نه لرل، په دې یوه کال کې په هېڅ یوه روغتون او روغتیایي مرکز کې مې د کار اجازه ترلاسه نه کړه، دغه وضعیت زموږ پر وضعیت چې ډېر کلونه مې درسونه ویلي منفي اغېز کړی دی.»

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نجونو لپاره د پوهنتونونو د تړل کېدو یو کال پوره کېږي، لا هم ښځینه محصلینې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي او د طالبانو پر ښوونیزو محدودیتونو نیوکې کوي.

ځینې ​​کورنۍ هم د خپلو لوڼو د برخلیک په اړه اندېښنې لري.

د مریم مور مومنه وايي: «په اوسنیو شرایطو کې د کورنیو یوازینۍ اندېښنه د دوی د لوڼو رواني وضعیت دی چې ورځ تر بلې خرابېږي، یوازینی کار چې کولای یې شو دا دی چې دعا وکړو په نوي ښوونیز کال کې، د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.»

له بلې خوا د پوهنتون یو شمېر استادان وايي، د نجونو لپاره د پوهنتونونو د تړلو دوام به د هېواد لپاره نه جبرانېدونکې پایلې ولري.

د پوهنتون استاده عادله زماني وايي: «د ښځو او نجونو لپاره د زده کړو زمینې نشتوالي، د ټولنې راتلونکی د بې ثباتۍ او نالوستۍ په لور بیایي، هغه نجونې چې نن بې سواده پاتې کېږي، د هېواد راتلونکې میندې دي چې بل نسل روزي.»

د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۰ د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یوه لیک کې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه د ښځینه محصلینو پر مخ وتړل.

که څه هم د طالبانو دغه پرېکړه له ډېرو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوه، خو د طالبانو پر دې پرېکړې یې هېڅ اغېز ونه کړ.