نړۍ

د غزې په سویل کې د اسرائیلي پوځ له خوا د خان یونس سیمې کلابندي

له دې سره چې د اسرائیلو او حماس تر منځ له جګړې دوه میاشتې تېرېږي، خو لیدل کیږي چې اسرائیلي پوځ اوس هم د خپلو بریدونو په دوام د غزې د سویل پر لور حرکت کوي.
د غزې په سویل کې د خان یونس سیمه د اسرائیلي پوځ لخوا کلابنده شوې ده.
له بلې خوا د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په غزه کې وضعیت هر ساعت په خرابېدو دی.
د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، د غزې په دوه میاشتنۍ جګړه کې د ۷۱۰۰ ماشومانو په ګډون ۱۲ زره ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.
اسرائیل هم اعلان کړی دی چې په دې دوو میاشتو کې په اسرائیلو کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

د اسرائیلو او حماس تر منځ له جګړې دوه میاشتې تېرېږي؛ هغه جګړه چې تر دې دمه یې ډېری قربانیان ملکي وګړي دي.
له دې سره د غزې تړانګې په شمالي او مرکزي برخو د اسرائیلو پوځي بریدونه لا هم دوام لري

د خان یونس سیمه هغه ځای چې اوس د اسرائیلي پوځیانو لخوا کلابنده شوې ده.
د دې سيمې اوسېدونکي وايي، نه پوهېږي چې له دغو بريدونو څنګه ژوندي پاتې شوي دي.

د خان یونس یو اوسېدونکی وایي: «په کور کې ۳۰ کسان وو، د یو ۱۵ ورځني ماشوم، یو کلن ماشوم، درې کلن او څلور کلن ماشوم په ګډون ۲۰ تنه ماشومان وو. موږ دوی ته د ټولې بمبارۍ پر مهال د خوب لپاره ځای جوړ کړ او ویده مو کړل.»

خو د اسرائيلو لومړی وزیر بنيامين نتانياهو وايي چې د يو شمېر خوشې شويو اسرائیلي بنديانو کورنيو ورته ويلي چې د حماس له خوا له جنسي تېري سره مخ شوي دي.

بنیامین نتنیاهو وایي: «زه د ښځو د حقونو سازمانونو او د بشري حقونو سازمانونو ته وایم، ایا تاسو د اسرائیلو د ښځو د جنسي تیري، ناوړه جنایتونو، خصي کولو په اړه اورېدلي دي؟ تاسو چېرته یئ؟»

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر والکر ترک خبرداری ورکوي چې په غزه کې د «وحشیانه جرمونو» خطر زیات شوی او د جګړې په ښکیلو خواوو غږ کوي چې د دې ډول سرغړونو څخه ډډه وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مسؤول والک ترک وایي: «ما د اکتوبر په لومړۍ اونۍ یا د اکتوبر په دویمه اونۍ کې د دې میاشتې د اوومې او اتمې له پېښو وروسته له اسرائیلي چارواکو وغوښتل چې له موږ څخه یو ډله وګوماري چې د اسرائیلو د وحشتناکو بریدونو اړوند مسئلې مستند او وڅېړي. ما دا غوښتنه په وار وار کړې ده او هیله لرم چې واورېدل شي.»

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، په غزه کې د دوو میاشتو په جګړو کې د ۷۱۰۰ ماشومانو په ګډون ۱۲ زره ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.
اسرائیل هم اعلان کړی چې په دې دوو میاشتو کې په اسراییلو کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي دي.