Uncategorized @ps نړۍ

د اوربند له پای ته رسېدو سره هم مهاله اسرائیلو بیا پر غزې برید پیل کړ

اسراییلو د جمعې په سهار په غزه کې د حماس پر ضد پوځي عملیات وروسته له هغه پیل کړل چې حماس یې په اسراییلو د راکټونو په ویشتلو او د ټولو یرغمل شویو میرمنو د خوشې کولو له هوکړې پر سرغړونې تورن کړ.

اووه ورځنی اوربند چې د نومبر په ۲۴مه پیل شو او یو ځل بیا وغځول شو، په غزه کې یې له فلسطیني بندیانو سره د سلګونه یرغمل شویو د تبادلې شونتیا او ویجاړې شوې ساحلي تړانګې ته یې د بشري مرستو د رسولو زمینه برابره کړه.

د اوربند له پای ته رسېدو یو ساعت مخکې اسراییل اعلان وکړ چې له غزې څخه توغول شوی توغندی یې له منځه وړی دی.