Uncategorized @ps نړۍ

د اسراییلو او حماس ترمنځ لنډمهاله اوربند عملي شو

د اسراييلو او حماس تر منځ لنډمهاله اوربند عملي شوی او تمه ده چې د يرغمل شويو کسانو لومړۍ ډله به د جمعې په ورځ له غرمې وروسته تر څلورو بجو خوشې شي او غزې ته به د بشري مرستو د لېږلو لړۍ زيات شي.

څلور ورځنی اوربند له شاوخوا اوو اوونیو جګړو وروسته په ځايي وخت د سهار په اوو بجو پیل شو.

تمه ده چې د ورځې تر پایه به یو شمېر فلسطینیان چې د اسراییلو په زندانونو کې دي خوشې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوربند له پیلیدو څو ساعته مخکې په غزه کې د یوې چاودنې غږ واوریدل شو.