نړۍ

پر غزې د اسراییلي پوځیانو د بریدونو په پایله کې روغتیايي سیستم په ټپه درېدلی

په غزه کې پر روغتونونو د اسرايیلو د بریدونو له دوام سره هم مهاله، په دغه ښار کې روغتیايي سیستم په ټپه درېدلی دی.

اسرايیلي پوځیانو د یکشنبې په ورځ هم د خان یونس په ښار بمباري وکړه چې په پایله کې یې ۱۳ تنه ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

د غزې پر روغتونونو د اسراییلو د بریدونو له دوام سره په دغه ښار کې روغتیايي سیستم فلج شوی دی.

په غزه کې شاوخوا شل روغتونونه تړل شوي، او هغه روغتونونه چې فعال دي د اسراییلو د بریدونو له امله د ټپیانو د درملنې او پالنې لپاره درمل او آسانتیاوې نه لري.

د اندونیزیا په یوه روغتون کې ډاکټران له لومړنیو اسانتیاوو سره د خلکو په ځانګړې توګه د ماشومانو د ژغورلو لپاره هڅې کوي.

بې ځایه شوې سمیرا وايي: «له روغتونه بل روغتون ته وتښتېدم، ما فکر کاوه چې روغتونونه خوندي دي، خو هیڅ ځای خوندي نه دی. موږ په کوڅه کې ژوند کوو، زما او زما د ماشومانو د ویده کیدو لپاره هیڅ سرپناه نشته. ما فکر کاوه چې روغتونونه خوندي دي، خو داسې نه ده، روغتونونه بمبار کیږي.»

په همدې حال کې د اردن پوځ روغتونونو ته د هوا له لارې د درملو دویمه جوپه وغورځوله، خو دا هم کافي نه ده.

له بلې خوا، د غزې ښار په مرکز او د روغتونونو په شاوخوا کې د حماس او اسرائیلي پوځیانو ترمنځ مخامخ جګړه روانه ده.

تر اوسه په لسګونو اسراییلي پوځیان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

په غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې هم د تلفاتو شمیر ۱۱ زره ۸۷ تنو ته رسیدلی دی.

د اسراییلو لومړي وزیر هم یو ځل بیا ټینګار کړی چې غواړي د نامعلومې مودې لپاره د غزې امنیتي اداره په خپله لاس کې واخلي.

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي: «پوځي ځواکونو د غزې کلابندي بشپړه کړې، دوی اوس په ښار کې دننه د الشفا روغتون په څنډه کې کار کوي. دوی د لوړ پوړو قوماندانانو او د هغو کسانو په ګډون چې د اکټوبر په ۷مه د شنبې په ورځ یې وحشتناکه عامه وژنه رهبري کوله، دوه زره ترهګر وژلي دي.»

په همدې حال کې په غزه کې هېڅ خوندي ځای نشته. که څه هم اسراییل له خلکو غواړي چې د غزې له شمال څخه د سویل لور ته ووځي. خو بیا هم سویل د خلکو لپاره خوندي ځای نه دی.

د اسراییلو پوځ نن هم په دغه ښار بمباري کړې چې په پایله کې یې ۱۳ کسان ووژل شول.