سوداګري

د لمریزې انرژۍ په کارولو د جوزجاني کروندګرو له خوا د پنبې د کښت زیاتوالی

په جوزجان کې کروندګر په دغه ولایت کې د پنبې د کښت له زیاتوالي خبر ورکوي او وايي چې له وروستیو وچکالیو سره سره بیا هم دوی د لمریزې انرژۍ په کارونې پنبه کري.

حاجي محمد جوزجان کې یو له کروندګرو دی.
هغه وايي د لس کسیزې کورنۍ مالي لګښت پر غاړه لري او له زامنو سره يې د پنبې په کښت بوخت دی.

نوموړي په روان کال کې په ٣٠ جريبه ځمکه کې پنبه کرلې او د لمريزې انرژۍ په کارولو سره هيله لري چې ښه حاصلات ترلاسه کړي.

دغه کروندګر وايي، که ملاتړ یې وشي، وبه کولی شي چې خپل محصولات بهر ته صادر کړي.

د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي هم له کروندګرو د ملاتړو لپاره د موسسو د مرستو غوښتنه کوي.

کروندګر په داسې حال کې د لمریزې انرژۍ کارول مهم ګڼي، چې د دغه ولایت د سیمه ییز حکومت د شمېرو پر بنسټ، د وچکالۍ له امله د دغه ولایت د کروندګرو ۷۰ سلنه حاصلات له منځه تللي دي.