سوداګري

د «ترنس ـ افغان» رېل‌لارې په پروژه کې د پانګونې لپاره د روسیې لېوالتیا

د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان د اورګاډي ادارې رییس چې روسیې ته یې سفر کړی، د سه شنبې په ورځ یې د روسیې د ولسمشر له سلاکار او د داغستان له پخواني مشر سره وکتل.

د روسیې د ولسمشر سلاکار په دې کتنه کې د افغانستان د رېل لارې په تېره بیا «ترنس – افغان» په پروژه کې د پانګونې لپاره د پانګونې خبره وکړه.

همداراز په دې کتنه کې د روسیې افغانستان د دوستۍ کنفرانس د جوړېدو په اړه چې ټاکل شوې په راتلونکي کال کې په افغانستان کې د پانګونې په موخه جوړ شي خبرې اترې وشوې.

د داغستان پخواني مشر رمضان عبدالطیوف په دې ناسته کې وویل چې د سیمې هېوادونو د لاهمغږۍ لپاره باید ګډه کمیټه جوړه شي او په افغانستان کې دایمي استازی ولري او هره میاشت په انلاین بڼه ترسره شي.