نړۍ

د فلسطین د حماس ډلې او اسراییلي ځواکونو ترمنځ د جګړې دوام

د جګړې له پيل څخه ۱۶ ورځې وروسته له غزې سره په پوله کې د اسراییلو پوځي وسایل تر سترګو کېږي.

اسراییل وايي، د تېرې شپې په بریدونو کې لسګونه «فلسطیني جنګیالي» وژل شوي دي او د غزې له اوسېدونکو غواړي د دې ښار سویلي برخې ته ولاړ شي.

د اسراییلو پوځ ویاند ډانیل هاګاري وايي: «موږ تر اوسه د اسراییل د ۳۰۷ وژل شویو سرتېرو او د ۲۱۲ یرغمل نیول شویو کسانو کورنیو ته پيغام لېږلی دی. بیاځلي وایم ۲۱۲ یرغمل شوي کسان. زموږ زړه د یرغمل شویو کسانو له کورنیو سره دی.»

خو د دې نښتو دروند بار د فلسطین ملکي وګړي زغمي؛ هغه ملکیان چې د غزې سویل یونس خان سیمې ته یې پناه وړې ده.

د غزې دا اوسېدونکي دلته د ۷ فلسطینیانو د خاورو ته سپارلو په موخه راغلي، چې د اسراییل په بریدونو کې مړه شوي دي.

د یونس خان سیمې اوسېدونکې شادي العقاد وايي: «که دا وضعیت دوام ومومي، خلکو لپاره به خواړه او اوبه پیدا نه شي او موږ ډوډۍ یا اوړه، هېڅ هم نه پیدا کوو. وضعیت لا خرابېږي. باید یوه حل‌لاره پيدا کړو.»

په داسې حال کې چې د غزې بې‌ځایه شوي لا هم پناه نه لري او له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د ترکیې د بشردوستانه مرستو یوه جوپه نن مصر ته ورسېده او روښانه نه ده چې کله به غزې ته دننه شي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس هم په یوه وینا کې جګړه، ماته وبلله او وې‌ویل چې د اسراییل او فلسطین خلکو لپاره دعا کوي.

د اکټوبر له ۷ راهیسې، تر ۴ زره او ۶۵۰ زیات فلسطینیان او ۱ زر او ۴۰۰ اسراییلیان د اسراییل او حماس په جګړه کې وژل شوي دي.