نړۍ

د هغې هندي نجلۍ کیسه چې ژوند یې یو دم بدل شو

یوه نجلۍ ممبۍ ښار له یوې بې وزلې سیمې د انټرنېټ په مشهورې ستورې او ماډلې بدله شوې.

د دې نجلۍ کورنۍ وايي، د خپلې لور د بریا له امله توانېدلي چې د اوسېدو لپاره یو ښه ځای ته ولاړ شي.

میلیشا کروا ۱۵ کاله مخکې له خپلې کورنۍ سره د ممبۍ په یوه بې وزله سیمه کې د سمندر تر څنګ له زرګونو نورو کورنیو سره اوسېده.

خو اوس د مجازی نړۍ په یوې مشهورې ستورې بدله شوې، هغه څه چې د نوموړې نړۍ یې بدله کړې ده.

میلیشا کروا وایي: «زه ښه احساس کوم ځکه د کیمرې پر وړاندې یو ډول ښکارم او په ریښتیني ژوند کې بل ډول ښکارم.»

دا ځوانه نجلۍ هغه مهال بریالۍ شوه چې په ۲۰۲۰ کال کې د یوه امریکايي ګرځندوی له خوا د هغې عکسونه پر ټولنیزو رسنیو خپاره شول.

میلیشا کروا زیاتوي: «احساس کوم له خپل ځانه ډیره خوشاله یم چې پخوا په یو ډاک کې وم، خو اوس یو ښه کور لرم.»

د دې ځوانې نجلۍ د بریا کیسه د یو فلم په څیر ده چې په هغې کې یو څوک د ممبۍ له یوې بې وزلې سیمې میلیونر کیږي.

د میلیشا پلار موکیش کروا وایي: «زه یوازې هیله لرم او دعا کوم چې زموږ ماشومان هغه شرایط چې ما تېر کړي ونه ګوري او نه ورسره مخ شي، زه دعا کوم چې هغه په راتلونکي کې بریالۍ شي.»

د دې ځوانې نجلۍ پرمختګ په هند کې د چلند تدریجي بدلون ښیې.