ښځې

د ښځو د حقونو فعالانې: نړۍ باید طالبان د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب ته اړ کړي

۲۲ کلنه تمنا د انګلیسي ادبیاتو پوهنځي محصله وه چې طالبانو په پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو کې د هغې او د نورو نجونو او ښځو زده‌کړې منع اعلان کړې.

تمنا په یوه ښوونیز مرکز کې د انګلیسي ښوونکې هم وه، خو طالبانو د ښوونیزو مرکزونو دروازې هم د هغې پر مخ وتړلې.

د طالبانو له واکمنېدو سره تمنا هم کار او هم د زده‌کړو حق له لاسه ورکړی دی.

وايي د خپلې کورنۍ د اړتیاوو یوازینۍ برابروونکې ده، خو اوس‌مهال دنده نه لري او په سختۍ د کورنۍ لګښتونه برابروي.

له زده‌کړو بې‌برخې محصله تمنا وايي: «زه د خپلې کورنۍ د اړتیاوو یوازینۍ برابروونکې یم، اوس چې وزګاره شوې یم په ډېرو ستونزو د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابروم.»

دا په داسې حال کې ده، چې جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ناسته روانه ده او غړي هېوادونه افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپله اندېښنه څرګندوي.

خو پر بشري حقونو د څار بنسټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د وروستۍ ناستې په غبرګون وايي، چې اړتیا ده افغانستان کې د بشري حقونو د جرمونو د راټولولو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا یوه کړنلاره رامنځته شي.

پر بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو برخې مسووله هیدر بار وايي: «موږ همداراز له شورا غواړو چې ملګري ملتونه د هغو جرمونو د شواهدو او سندونو د راټولولو او ساتلو لپاره یوه کړنلاره جوړه کړي چې په افغانستان کې ترسره کېږي. موږ احساس کوو چې د ځانګړي راپور ورکوونکي کار ارزښتناک دی، خو افغانستان کې په ځانګړې توګه د ښځو لپاره شته د اندېښنې وړ ناورینونو ته په پام، د دې محدوې کړنلارې شتون بسنه نه کوي.»

د ښځو حقونو یو شمېر فعالانې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ناستې په غبرګون وايي، لا هم د نړۍ لپاره د افغان مېرمنو حقونه لومړیتوب نه لري او د طالبانو له خوا د بشري حقونو پراخې سرغړونې ته پاملرنه نه کېږي.

د ښځو حقونو فعاله شینکۍ کړوخیل وايي: «لا هم نړۍ د طالبانو په وړاندې له نرمښته کار اخلي او غواړي په تعامل کې وي چې ښايي وضعیت بدل شي، خو ډاډمنه یم چې وضعیت نه بدلېږي او ورځ په ورځ لکه څنګه چې شاهدان یو، وضعیت خرابېږي او پر ښځو او نجونو لازیات محدودیتونه لګول کېږي.»

طالبانو له واکمنېدو وروسته، پر ښځو یو لړ محدودیتونه ولګول، د کار او زده‌کړو له بندیز نیولې د کوچنیو ټولنیزو ازاديو تر محدودولو. ښځې وايي نړۍ باید پوهه شي چې طالبانو بدلون نه دی کړی او په ځانګړي ډول د ښځو پروړاندې د دوی د چلند بدلولو لپاره جدي اقدامونو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت ملګرو ملتونو کې د دې سازمان په ناسته کې وویل، چې افغان مېرمنې له بشري ناورین سره لاس او ګرېوان دي او د طالبانو پروړاندې د پام وړ اقدام غوښتنه لري؛ نه د محدودیتونو د پرله‌پسې غندلو.

د ښځو حقونو فعالانې او ښځې هم وايي، نړۍ باید په فشار راوړلو سره طالبان اړ باسي ترڅو د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

طالبانو بیا تر اوسه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ناستې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.