د پاکستان د بهرنیو چارو لنډمهاله وزیر جلیل عباس جیلاني د شنبې په ورځ تایید کړه چې د خیبرپښتونخوا ایالت په ټیټ چترال ولسوالۍ کې ددغه هېواد پر پوستو د پاکستاني طالبانو تحریک له برید وروسته یې په اسلام آباد کې د طالبانو د سفارت شارژدافیر ورغوښتی او د پاکستان اعتراض یې ورته سپارلی دی.
په چترال ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو د چهارشنبې په برید کې لږترلږه څلور پوځیان او ۱۶ جنګیالي ووژل شول.
پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی دغو جنګیاليو چې کله هڅه کوله د افغانستان له خاورې پاکستان ته داخل شي، د سرحدي ځواکونو له خوا ووژل شول.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې د شنبې په ورځ یې په خبري ناسته کې خبرې کولې وویل: «پاکستان ددې پېښې په اړه خپل سخت اعتراض ثبت کړی، د جمعې په ورځ مو په اسلام آباد کې د افغانستان (طالبانو) شارژدافیر راوغوښت او هغه ته مو یو اعتراضي لیک وسپاره.»
د پاکستان د بهرنیو چارو موقت وزیر ټینګار وکړ چې په دې هېواد کې وروستي ترهګریز فعالیتونه جدي ګڼي.
هغه زیاته کړه: «دا د افغان دولت (طالبانو) مسوولیت دی چې که د دوی له خاورې بریدونه ترسره کېږي، باید وې دروي. له دې امله د افغانستان له دولت څخه زموږ تمه دا ده چې ټول عناصر وځپي که هغه پاکستاني طالبان دي او که نور.»
نوموړي وویل: «پاکستان له افغان چارواکو (طالبانو) سره د تعامل په حال کې دی. له افغان حکومت څخه به زموږ غوښتنه دا وي چې ډاډمن شو نور دا ډول پېښې تکرار نه شي.»
دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ ویلي و چې په دې پېښه افغانستان ګرم نه دی.
له بلې خوا، طالبانو تل ټینګار کړی چې ترهګرو ډلو ته به د نورو هېوادونو خلاف د افغانستان خاورې د کارولو اجازه ورنه کړي.