د هند د چنډیګر ښار پولیسو اعلان کړی چې د محمد رسول بارک په نوم ۳۷ کلن افغان وګړی چې د کندهار ولایت اوسېدونکی دی، د هند په خاوره کې د ناقانونه استوګنې او د جعلي اسنادو د کارونې په تور نیول شوی دی.
نوموړی په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د زدهکړو ویزې سره هند ته تللی و او له پنجاب پوهنتونه فارغ شوی دی.
پولیس وایي، د هغه ویزه په ۲۰۱۸ کال کې پای ته رسېدلې وه، خو هغه پرته له دې چې ویزه تمدید کړي، په ناقانونه ډول د هند په خاوره کې پاتې شوی او د موټر چلونې کار یې کړی دی.
د پولیسو په وینا، دغه افغان تبعه د ناسم معلوماتو په ورکولو سره هندي اسناد تر لاسه کړي او په خپل د موټر چلونې جواز کې یې د خپل زیږون ځای چندیګر ښودلی، حال دا چې نوموړی په حقیقت کې د قندهار زېږېدلی دی.
د امریتسار د بهرنیو اتباعو د ثبت سیمهییزې ادارې په رسمي شکایت کې د نوموړي قانوني تعقیب غوښتی دی.
پولیسو هغه د جولای میاشتې پر ۱۹مه نېټه د مولی جاگران په سیمه کې نیولی او محکمې ته معرفي کړی دی. محکمې هغه د ۱۴ ورځو لپاره قضايي توقیف ته سپارلی دی.
