سویلي آسیا

جیو نیوز: د کوټې د «ناموس وژنې» پېښې پر وړاندې ایالتي حکومت اقدام کوي

د بلوچستان د کوټې ښار د ډګري په سیمه کې د یوې ځوانې جوړې د وژنې ویډیو، چې د «ناموس وژنې» په نوم تر سره شوې، په ټولنیزو رسنیو کې له خپرېدو ورسته د خلکو سخت غبرګونونه راوپارول او حکومت یې پر وړاندې اقدامات پیل کړي دی.

د جیو نیوز راپور له مخې، پاکستانی چارواکي وايي، دا پېښه ظاهراً د لوی اختر له را رسېدو وړاندې شوې ده. په ویډیو کې لیدل کېږي چې یو شمېر کسان یوه ښځه او یو سړی، چې ګومان کېږي د مینې پر بنسټ یې واده کړی، په بې‌رحمۍ سره وژني.

د بلوچستان وزیر اعلی، سرفراز بوګټي، تر دې ویډیو وروسته سمدستي د ترهګرۍ ضد قانون له مخې د قضیې ثبتولو امر کړی او امنیتي ادارو ته یې د عاملینو د نیولو لارښوونه کړې ده. د پاکستان د لیوي ځواکونو او د ترهګرۍ ضد څانګې ځواکونو ترمنځ د ګډو عملیاتو په ترڅ کې یو کلیدي شکمن نیول شوی او د نورو کسانو د نیولو لپاره چاپې روانې دي.

چارواکي زیاتوي، چې قضیه د بلوچستان د حکومت له لوري ثبت شوې، ځکه چې د پېښې له سیمې هېڅ څوک – نه خپلوان او نه نور خلک – د شکایت لپاره ادارو ته نه دي ورغلي.

سرچینې وايي، وژل شوې جوړه احسان سمالاني او بانو ستک‌زۍ، له خپلو کورنیو پرته یې واده کړی و. دغه موضوع د سیمې مشرانو ته وړل شوې، او هغوی د دواړو د وژلو پرېکړه کړې وه.

ویل کېږي چې دا جوړه د اختر له وړاندې د غرمې ډوډۍ لپاره کلي ته بلل شوې وه، خو وروسته یو متروک ځای ته بیول شوي، او هلته ورته د مشرانو پرېکړه ابلاغ شوې ده.

د وژل شوې نجلۍ وروستۍ خبرې، چې په براهوۍ ژبه ویلې، دا وې: «تاسو زما له‌خوا اجازه لرئ چې په مرمۍ مې وولی، خو له دې پرته هېڅ مه کوئ.»

هغې غوښتنه کړې وه چې تر وژلو مخکې دې اووه ګامه لاړه شي. وروسته درې ځله پرې ډزې شوې، او ویل کېږي چې دا عمل د هغې د خپل ورور لخوا ترسره شوی. بیا یې د ژوند شریک هم وژل شوی دی.

دواړه مړي تر اوسه نه دي موندل شوي، چې د قضیې د څېړنې بهیر یې له لا زیاتو ننګونو سره مخ کړی دی.

چارواکي وایي، د نورو عاملینو هویت تثبیت شوی، خو لا تر اوسه عام شوی نه دی. امنیتي ادارې هڅه کوي ټول مسئول کسان ونیسي او عدالت ته وسپاري.

د بلوچستان وزیر اعلی سرفراز بګټي په یوه بیان کې ویلي: «دولت به د دې ډول وحشیانه عمل پر وړاندې چوپ ناست نه وي.» نوموړي ژمنه وکړه چې عدالت به تامین شي او عاملین به سزا وویني.