ښځې

د طالب محتسبانو له لور نیول شوې ښځې: «موږ ژړل، خو دوی ویل، پلار او مور مو مسلمانان نه‌دي»

د طالبانو له لوري یو شمېر نیول شوي ښځې او نجونې آمو سره په خبرو کې ویلي، چې د ضمانت په قید آزادې شوې دي، خو دوی ته خبرداری ورکړل شوی، چې له دې وروسته له محرم پرته بازارونو ته و نه وځي.

د دوی په خبره، د محرم نشتوالی او د طالبانو د خوښې حجاب نه رعایت کول، د دوی د نیول کېدو لامل و، او طالبانو د دوی د نیولو پر مهال له دوی سره له سپکاوي ډک چلند کړی دی. ورته مهال، د بشري حقونو فعالین، د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو نیونه، د ښځو د حقونو ښکاره نقض بولي او په دې اړه د نړیوالې ټولنې چوپتیا غندي.

پر افغانستان د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په درشل کې، د هېواد په پلازمېنه کابل کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو نیول کېدل یو ځل بیا شدت موندلی دی. یو شمېر هغه ښځې، چې تازه د طالبانو له بنده د ضمانت په قید راخوشې شوې دي، له آمو سره په خبرو کې وایي، چې د دوی د نیول کېدو بهیر دوام لري او د هرې ورځې په تېرېدو سره، لمنه یې پراخېږي.

د دوی په خبره، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر محتسبینو، دوی یې د محرم د نشتوالي او د دوی د خوښې د حجاب نه مراعتولو په دلیل نیولې دي. دغه نجونې وایي، چې د نیول کېدو پر مهال، د طالبانو له سپک چلند، رکیکو الفاظو او د ګواښ له ژبې سره مخ شوې دي.

د کابل فضا دغو ورځو کې د ښځو له حضوره خالي برېښي او ډېری ښځې او نجونې د نیول کېدو له ډاره له خپلو کورونو دباندې نه وځي.

یوه نیول شوې ښځه آمو ته وايي: «طالبانو موږ ته وویل، که بیا بې‌محرمه بهر راووځئ، نو زنداني کېږئ. د نیونې پر مهال یې له موږ سره ډېره توهینه وکړه. کله چې حوزه ته یووړل شو، موږ ته یې وویل چې بې‌محرمه له کوره ونه وځئ. هغوی موږ ته وویل تاسو پلار او ورور نه‌لرئ؟ تاسو کافر یاست، تاسو امریکایان یاست، دا د جمهوریت وخت نه‌دی، دا اسلامي امارت دی. موږ یې د فلنکوج موټرو کې حوزه ته بوتلو موږ ژړل، خو دوی موږ ته ویل، ستاسو پلار او مور مسلمانان نه‌دي، ولې په ښار او بازار کې ګرځئ؟.»

یوه عیني شاهده وايي: «د طالبانو چلند ډېر بد او سپک و. ویل یې، حجاب مو سمه نه‌ده، تاسو کافران یاست، تاسو له بهره، له امریکا رااستول شوي یاست، تاسو له اروپا نه یاست راغلي. ډېرې بد رد خبرې یې کولې. نجونې ژړل، تر هغه چې د هغوی کورنۍ راغلې، تعهد یې ورکړ او هغوی خوشې شوې.»

بلخوا، د بشري حقونو یو شمېر فعالانې، د ښځو د دې وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، چې د ښځو او نجونو نیول د بشري حقونو ښکاره نقض دی.

طالبانو له کوم ښکاره دلیل پرته، د کابل په څو سیمو، لکه قلعه فتح الله، د کابل له شهر نو او دشت برچي کې یو شمېر ښځې او نجونې نیولې دي.

د پېښې شاهدان وایي، دغه نیونې په زور ترسره شوي او یو شمېر ښځې حتی له سینګارتونونو اېستل شوي او له دوی پلټنې شوې دي. خو طالبانو له آمو سره په اړیکه کې، د ښځو او نجونو نیول ردوي، خو وایي، چې د حجاب د رعایت کولو په موخه د پوهاوي کمپاین یې پیل کړی دی.