بشري حقوق

یوناما: په کابل کې د ښځو او نجونو نیول به د هغوی د لا ډېرې انزوا لامل شي

یوناما د طالبانو له‌خوا په کابل کې د ښځو او نجونو د نیولو په غبرګون کې ویلي، چې دا ډول اقدامات او پالیسۍ باید لغوه شي؛ ځکه چې د ښځو او نجونو بشري حقونه او اساسي ازادۍ محدودوي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه اعلامیه کې ویلي، دا پېښې د ښځو او نجونو د لا زیاتې انزوا لامل شوې، د وېرې فضا یې پراخه کړې او د خلکو پر دولت د باور کچه یې کمزورې کړې ده.

یوناما زیاته کړې چې دوی د وروستیو نیونو په اړه اندېښمن دي، ځکه طالبانو دا نیونې د حجاب د لارښود د نه رعایت له امله کړې دي.

اعلامیه زیاتوي چې یوناما په دې تړاو له طالبانو سره تماس نیولی او ترې یې د نورو معلوماتو غوښتنه کړې ده. سرچینې وايي، طالبانو په وروستۍ یوه اونۍ کې د کابل په مرکزي او لوېديځو سیمو کې لسګونه ښځې او نجونې نیولي دي