سرچینې آمو ته وایي، د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ یو شمېر ټېپبال کرکټ لوبغاړو ته د طالبانو له لوري خبرداری ورکړل شوی، چې نور دې هغه ورزشي جامې نه اغوندي چې د افغانستان ملي بیرغ پکې انځور شوی وي.
یوې سرچینه چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، آمو ته ویلي: «طالبانو موږ ته وویل چې دا عمل د اسلامي امارت د نظام خلاف ګڼل کېږي. هغوی موږ ته ګواښ وکړ چې که دا کار بیا تکرار شي، نو جدي چلند به راسره وشي.»
د سرچینو په وینا، طالبانو له همدې امله ځینې لوبغاړي هم نیولي او بیا یې له هغوی څخه ژمنه اخیستې چې دا ډول جامې به نه اغوندي.
د افغانستان ملي بیرغ چې، د هېواد وګړو لپاره د هویت او ملي ویاړ نښه ګڼل کېږي. خو طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې سپین رنګی بیرغ د رسمي بیرغ په توګه اعلان کړی او د ملي بیرغ د ښکاره کولو پر وړاندې یې سخت دریځ غوره کړی دی.
د طالبانو حکومت تر اوسه د دې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نهدي ویلي.
