سرچینې آمو ته وایي چې د بلوچستان ایالت په یوه قبیلوي نښته کې ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د سرچینو په وینا، دا نښته د کاکوزي او بدوان زایي قبیلو ترمنځ د بلوچستان په مسېزي سیمه کې د ځمکې او ملکیت پر سر رامنځته شوې ده.
د بلوچستان طبي سرچینو د دې پېښې د وژل شویو او ټپیانو شمېر تایید کړی دی.
سرچینې زیاتوي، چې د بلوچستان سیمهییز چارواکي هڅه کوي وضعیت مدیریت او دغه نښته تر کنټرول لاندې راولي.
دا په داسې حال کې ده چې کاکوزي او بدوان زایي قبیلو تېر کال هم د ځمکې د ملکیت پر سر نښته کړې وه.
