سویلي آسیا

د بنګله‌دېش د هوايي ځواکونو د پرېزېدو له امله لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي

د بنګله‌دېش د اور وژنې خدماتو یوه چارواکي ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د دې هېواد د هوايي ځواک یوه روزنیزه الوتکه د پلازمېنې ډاکه ښار په یوه ښوونځي او کالج باندې لوېدلې، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي دي.

د ملي روغتون د سوځېدو او پلاستيکي جراحي انسټیټیوټ یوه ډاکټر خبریالانو ته ویلي، چې له ۵۰ زیات کسان، چې ماشومان او مشران پکې شامل دي، د سوځېدنو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د هوايي ځواک F-7 BGI روزنیزه الوتکه د اوتارا په سیمه کې سقوط کړی، چې د ماسپښین په ۱۳:۰۶ بجو (د نړیوال وخت له مخې ۰۷:۰۶) الوتنه کړې وه.

له پېښې وروسته خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې د یوه چمن ترڅنګ اور بل شوی او تور لوګی یې آسمان ته خوتی، پداسې حال کې چې ګڼ شمېر خلک له لرې څخه ننداره کوي.

د رویټرز د ټلوېزیوني صحنو له مخې، د اور وژنې کارکوونکو د الوتکې پر سوځېدلو او ویجاړ شویو برخو اوبه شیندلې. ویډیوګانې ښيي چې الوتکه د یوې ودانۍ له غاړې سره ټکر شوې، اوسپنیزې جالۍ یې ویجاړې کړې او په دې جوړښت کې یو ستر سوری پیدا شوی دی.

بدهان سرکر، د ډاکه طبي پوهنتون د سوځېدو څانګې مشر ویلي: “یوه درېیم ټولګي زده‌کوونکی مړ راوړل شوی، او درې نور کسان چې عمرونه یې ۱۲، ۱۴ او ۴۰ کاله دي، بستر شوي دي.”

ویډیوګانې دا هم ښيي چې خلک ژاړي، چیغې وهي او نور هڅه کوي هغوی ارام کړي.

د ښوونځي یوه ښوونکي، مسعود تارک، ویلي: “کله چې مې ماشومان رااخستل او دروازې ته ورسېدم، احساس مې وکړ چې له شا څخه څه راغلل… یوه چاودنه مې واورېده. شاته مې چې وکتل، یوازې اور او لوګی مې ولید.”

د بنګله‌دېش د سرپرست حکومت مشر، محمد یونس، ویلي چې د پېښې د علت د معلومولو لپاره به “اړین اقدامات” وشي او “هر ډول مرستې ته به رسېدنه وشي.”

هغه زیاته کړې: “هغه زیان چې د هوايي ځواک، زده‌کوونکو، والدینو، ښوونکو، کارکوونکو او نورو ته په دې پېښه کې رسېدلی، نه‌جبرانېدونکی دی.”

یاده پېښه څه باندې یوه میاشت وروسته له هغې شوې، چې د هند د هوايي شرکت یوه مسافر وړونکې الوتکه د دغه هېواد په احمد اباد ښار کې د یوه طبي پوهنتون پر لیلیه راپرېوته، چې پکې د الوتکې ۲۴۲ مسافرو څخه ۲۴۱ تنه او ۱۹ تنه پر ځمکه وژل شوي وو. دا د تېرو لسو کلونو تر ټولو ستره او خونړۍ هوايي پېښه بلل شوې ده.