سوداګري

د تورخم لارې د تړل کېدو په څلورمه ورځ د مېوې او سبزيجاتو د سوداګرو لوی زیان

د تورخم لارې له تړل کېدو وروسته ګڼو صادرونکو کرنیز او د باغدارۍ محصولات د جلال اباد په بازارونو کې د لیلام په توګه وپلورل.

د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، چې د تورخم لار د افغانستان د مېوو په موسم ونړل شوه او دا به د هېواد پر صادراتو ناوړه اغېزه وکړي.

له دې سره هم مهاله یو شمېر سوداګرو د سوداګریزو او صادراتي توکو د لېږد رالېږد لاره له تورخم غلام خان بندر ته بدله کړې ده.

د جلال اباد ښار د مېوې او سبزۍ منډوي له تېرو څلورو ورځو راهیسې له تورخم څخه د بار وړونکو موټرو د راتګ شاهد دی.

سوداګر د افغانستان صادراتي مېوې او سبزيجات دې په منډوي کې د ليلام په توګه پلوري او د کرنې او مالدارۍ خونې د معلوماتو پر بنسټ، سوداګرو د هرو اوو کيلو انګورو په بيه کې څلور نيم سوه افغانۍ زيان کړی دی.

د جلال اباد په دې منډوي کې سبزیجات په ځانګړي ډول هر اوه کیلو افغاني رومي بانجان په شل افغانۍ پلورل کېږي او صادرونکي مجبور شوي دي چې کرنیز محصولات د جلال اباد ښار په واټونو کې وپلوري.

د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، د تورخم لاره د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو په موسم کې تړل شوې او د هېواد صادرات به کم شي.

د کرنې او مالدارۍ خونې غړی میرویس حاجي زاده وايي: «د تورخم لارې تړلو د مېوې او سبزيجاتو سوداګرو ته لوی زیان اړولی ځکه پر دغه لاره رومي بانجانو او انګورو څه د پاسه ۵۰۰ موټر درول شوي. دا مېوې نه ساتل کېږي سوداګر اړ شول جلال آباد ته یې یوسي او په کمه بیه یې لیلام کړل. سوداګرو ته باید زیان ونه رسېږي او هغه زموږ د اقتصاد ستنه ده. پاکستان هر کال زموږ لپاره ستتونزې رامنځته کوي.»

د کرنې او مالدارۍ خونې شمېرې ښيي، چې د تورخم په لاره د افغاني میوو او سبزیجاتو څه باندې پنځه سوه لارۍ درول شوي او سوداګرو میلیونونه افغانۍ زیان لیدلی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه شمېرې ورکوي، چې د تورخم له لارې هره ورځ د افغانستان څه باندې ۲۵۰ بار وړونکي موټرونه تېرېدل، چې اوس یې ټول بند پاتې دي.

څلور ورځې کېږي چې د تورخم دروازه د افغان مسافرو او سوداګریزو او ترانزیتي توکو پر مخ تړل شوې ده.

تراوسه طالبان له پاکستان سره د تورخم دروازې د پرانستلو پر سر هوکړې ته نه دي رسېدلي.

داسې ښکاري چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي سره په پاکستان کې د طالبانو د سرپرست سفیر لیدنې کومه پایله نه ده ورکړې.