ښځې

د اقتصادي ستونزو له امله د افغان مېرمنو رواني ستونزې

څه باندې دوه کاله کېږي چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي، خو د طالبانو په واکمنۍ کې تر نورو زیات ښځې او نجونې قرباني شوې دي.

دوی وايي له خپلو کوچنیو حقونو او آزادیو بې برخې شوې دي. نه د کار اجازه لري، نه د زده کړو او نه هم پارک او تفرېح ته د تلو.

فانوس هاشمي چې په جمهوریت دوره کې یې د جوزجان ولایت په مقام کې کار کاوه، اوس وزګاره ده.

هغه وایي: «له بده مرغه د طالبانو له راتلو وروسته یې موږ ته د کار اجازه رانه کړه چې کار ته دوام ورکړو او له یو کال هڅو وروسته وتوانېدم چې په یوه نادولتي بنسټ کې کار پيدا کړم، خو له شپږو میاشتو وروسته یې راته وویل پروژه مو ختمه شوه او طالبان نه پرېږدي چې تاسو کار وکړئ.»

خو یوازې مېرمن هاشمي نه بلکې، نورې ښځې او نجونې هم چې د زده کړو او کار له دوامه بې برخې شوې، وايي نه یوازې یې مالي خپلواکي له لاسه ورکړې بلکې په دې ورځو کې له روحي او رواني ستونزو سره هم لاس و ګرېوان دي.

د یوه نادولتي بنسټ مخکینۍ کارکوونکې انیسه حیدري وايي: «د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې وزګاره شوې، آن له زده کړو هم بې برخې شوې او له اقتصادي پلوه محتاجې شوې چې دا یو لوی ظلم دی.»

ملګري ملتونه وايي چې په تېرو دوو کلونو کې طالبانو له ۵۰ زیات حکمونه صادر کړي چې له مخې یې یا د ښځو آزادۍ او حقونه ترپښو لاندې او یا محدود شوي دي.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او ملګروملتونو ویلي، ترهغه چې طالبان د ښځو حقونو او آزادیو ته درناوی ونه کړي، په رسمیت به ونه پېژندل شي.