افغانستان

ملګري ملتونه: په افغانستان کې له اړمنو سره ۷۵ سلنه مرستې کمې شوې دي

د تالقان ښار په یوه برخه کې یو کس وینو چې تر دوه کاله مخکې یې په یوه نادولتي بنسټ کې کار کاوه، خو اوس د کار په نشتوالي او نړیوالو مرستو په کمښت سره د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ لپاره د یوې نمړۍ ډوډۍ د پيدا کولو په اړه اندېښمن دی.

د تخار اوسېدونکی عبدالغیاث وایي: «څلور ماشومان لرم څه وخورو؟ د افغانستان خلک خاورې وخوري؟ مرستې باید بندې نه شي.»

خو ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان له خلکو سره د خوړو د نړیوال پروګرام ۷۵ سلنه مرستې درول شوې او تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې ۲۱ میلیونه اړمنو افغانانو ته د مرستو لپاره یو میلیارد بودیجې ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق وايي: «د خوړو نړیوال پروګرام خبر ورکړی چې اړ شوي په سپتمبر میاشت کې د افغانستان دوه میلیونه وږو وګړو ته خپلې خوراکي مرستې کمې کړي. په دې هېواد کې د تمویل د کمښت له امله پر دغه شمېر وګړو د مرستو کمولو سره دا شمېر لس میلیون تنو ته رسوي. له دې وروسته به د خوړو نړیوال پروګرام یوازې په هر میاشت کې درې میلیون تنو ته بیړنۍ مرستې ورکوي.»

د خوړو نړیوال سازمان ویلي چې له څلورو درې برخې افغان وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

د تخار اوسېدونکی وسیم رسولي وايي: «زموږ خلک د نړیوالو بنسټونو مرستو ته ډېره اړتیا لري او له اوسني دولته زموږ غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د نړیوالو بنسټونو د مرستو لپاره زمینه برابره کړي.»

له دې مخکې د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر هم ویلي چې ۲۹ میلیونه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

اوس چې د یخنۍ موسم رانږدې کېږي او په هېواد کې د کار په نشتوالي او ناوړه اقتصادي وضعیت کې، د خوړو د نړیوال پروګرام د مرستو د کمښت په اړه خبرداري په جدي اندېښنه بدل شوي دي.