نړۍ

د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د همکارۍ نوی پړاو

د ایران او سعودي عربستان سفیران په ریاض او تهران کې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو له پیلېدو وروسته خپل کارونه بیا پیل کوي.

په ایران کې د سعودي عربستان نوی سفیر عبدالله العنزي چې د سه شنبې په ورځ تهران ته ولاړ، وايي چې د سعودي مشرتابه د ایران او سعودي عربستان د ګډو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

په همدې حال کې په سعودي عربستان کې د ایران نوی سفیر علیرضا عنایتي د سه شنبې په ورځ له غرمې مخکې ریاض ته ورسید او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو له خوا یې هرکلی وشو.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې له کلونو راهیسې ترینګلې وې چې څو میاشتې وړاندې د چین په منځګړیتوب د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو چارواکو سره ولیدل.