ښځې

د طالبانو د کانکور ملي اداره د نجونو لپاره هېڅ پروګرام نه لري

کندهار کې د نجونو یو درسي ټولګی

د طالبانو د کانکور آزموینې د ملي ادارې د رییس تازه څرګندونې؛ عبدالباقي حقاني د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون سره په ۲۲ دقیقه‌يي مرکه کې د ۱۴۰۲ کال د کانکور آزموینې د ټولو موردونو په اړه خبرې وکړې، خو هغه د نجونو د تحصیل د حق او د هغو نجونو د برخلیک په اړه چې د کانکور آزموینې او پوهنتونونو او د نیمه لوړو زده کړو مرکزونو ته د ورتلو په تمه دي، څه ونه ویل.

آن کله چې د پروګرام چلوونکي له حقاني د راتلونکو پروګرامونو په اړه پوښتنه کوي، د راتلونکو پروګرامونو په اعلانولو کې د نجونو نوم نه اخلي.

د طالبانو د کانکور د ملي ادارې رییس عبدالباقي حقاني زیاتوي: «د راتلونکي لپاره پروګرام لرو له مشرانو سره مذاکره کوو چې په هر زون کې یوه استازولي ولرو، ترڅو د ځوانانو او ګډون کوونکو لپاره آسانتیا رامنځته شي.»

د دغه طالب چارواکي په وینا، د روان کال د کانکور ډېری ګډون کوونکي پوهنتونونو ته جذب شوي دي. ظاهرا لیدل کېږي چې طالبانو په پوهنتونونو او د نیمه لوړو زده کړو په بنسټونو کې د نجونو ونډه هم هلکانو ته ورکړې ده.

په دې لړ کې، یو شمېر نجونې چې د پوهنتونونو د پرانیستو او په کانکور آزموینه کې د ګډون په تمه دي، وایي د زده کړو او تحصیل په اړه د طالبانو وروستیو کړنو دوی ناهیلې کړې او د روان کال په کانکور آزموینه کې د نجونو نه ګډون یوه غمیزه وه.

یوه زده کوونکې شبنم احمدي وايي: «په افغانستان کې لومړی ځل دی چې نجونې له دغه ډول وضعیت سره مخ کېږي، خپل لومړنی حق چې زده کړه نه شي ترلاسه کولای، زه اول نمره وم، درس مې ویلی ترڅو په کانکور کې ګډون وکړم، خو د روان کال د کانکور آزموینه له نجونو پرته یوه غمیزه ده.»

طالبانو په افغانستان کې په بیا ځلې واکمنېدو سره، ښځې او نجونې د حق او زده کړو له حقه بې برخې کړې، په وروستي مورد کې د اسلامي همکاریو سازمان یوه پلاوي پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیت د لیرې کولو لپاره کابل ته سفر وکړ، ځینې طالب چارواکو دغه پلاوي ته د نجونو د زده کړو او تحصیل پر حق محدودیتونه لنډمهاله وبلل، خو د ښځو حقونو د فعالانو په وینا، د طالبانو کړنې ښيي چې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو او تحصیل پر حق د طالبانو محدودیتونه لنډمهاله نه دي.