سوداګري

ملګري ملتونه د پستو ځنګلونو د ساتنې لپاره له افغانستان سره مرسته کوي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي، له افغانستان سره د پستې ځنګلونو د ساتنې په برخه کې مرسته کوي.

دغه بنسټ وايي، افغانستان یوه موده تر ۴۵ زره هکټاره زیاتې د پستې ونې لرلې خو د بېلابېلو لاملونو له امله په پراخه کچه ځنګلونه له منځه وړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ټینګار کوي، چې د ځنګلونو د خوندیتوب په برخه کې د همکارۍ ترڅنګ به، د افغانستان په لوېدیځ کې له کروندګرو کورنیو سره هم مرسته وکړي.

له بلې خوا، ملګري ملتونه وايي، چې افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د دوام لپاره د بودیجې کمښت یوه جدي موضوع ده.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر پر ایکس لیکلي، چې د مالي سرچینو د کموالي له امله یو میلیون ښځو او نجونو روغتیايي توکي نه دي ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو دغه بنسټ زیاتوي، چې په روان زېږدیز کال کې به تر شپږ میلیون تنو زیات د څښاک اوبو او درې نیم میلیون تنه به روغتیايي خدماتو ته لاس‌رسی ونه لري.

اخوا، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، افغانستان کې ۲۵ سوداګرې مېرمنې په یوه درې ورځني روزنیز کارځای کې د کوچنیو او منځنیو سوداګریو په برخه کې روزل شوې دي.

دغه بنسټ په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې دا ښځې به د کابل، وردګ او پروان ولایتونو د ۶۰ ښځو ترمنځ د انلاین تبلیغاتو، برند جوړولو او د انټرنټ له لارې د توکو د پلورلو په برخه کې وروزل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو افغان مېرمنې له زده‌کړو او په نادولتي بنسټونو کې له کار کولو منع کړې دي.