سویلي آسیا

پاکستان کې د عامه خدماتو د بیو د لوړوالي په اعتراض کې د کار بندیز دوام

ټول پاکستان کې سوداګرو او هټیوالو د ګرانۍ د زیاتوالي له امله د دویمې ورځې لپاره کاربندیز وکړ.

خلک د خوراکي توکو او خدماتو په ځانګړې توګه د برېښنا د بیې له زیاتېدو غوسه دي او د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد، لاهور، پېښور، ملتان، کراچۍ او نورو لویو ښارونو کې یې لاریونونه کړي دي.

له دغو اعتراضونو وروسته، په دې هېواد کې ټول بازارونه تړل شوي دي.

کراچۍ ښار کې اعتراض کوونکی محمد ولي وايي: «موږ غواړو خپلو واکمنانو ته خبرداری ورکړو، چې د خلکو غوسه ان دلته په کراچۍ ښار خپل وروستي حد ته رسېدلې. موږ مه اړ باسئ چې قانون تر پښو لاندې کړو. ښايي د دولت او خلکو ترمنځ د نښتې لامل شي، چې د ستاسو د کمزورۍ او بې پامۍ له امله به وي.»

د خدماتو او خوراکۍ توکو د بیې له زیاتېدو سره، د پاکستان وګړي وايي چې د اړتیا وړ توکو پېرلو او د عمومي خدماتو د لګښتونو د ورکولو وس نه لري.

تقاعد شوی پوځي خالد حسین وايي: «ما مخکې پټرول په ۲۰۰۰ روپۍ پېرل، اوس‌ باید هماغه اندازه پټرول په څه د پاسه ۵۰۰۰ روپۍ وپېرم. ما تازه موټر چلول پیل کړل او ډېره کمه لار مې کچ کړه او د ۲۰۰۰ روپیو پټرول ختم شول. اوس تاسو ماته ووایئ، که زموږ لپاره ستونزمنه ده، نور کم عاید لرونکي خلک څنګه کولای شي ژوند پاتې شي؟»

له بلې خوا د پاکستان سرپرست حکومت ژمنه کړې، چې د خلکو ستونزو ته به پاملرنه وکړي.

د پاکستان موقت لومړی وزیر انوارالحق کاکړ وايي: «د برېښنا بېل داسې نه دی چې دلته څو ظالم واکمن راغلي وي او د بېوزله خلکو د ځپلو په لټه کې وي. که څوک داسې فکر لري، باید له دې ناسم پوهاوي ځان وژغوري. موږ باید په ارامۍ سره دغې موضوع ته رسېدنه وکړو.»

پاکستان تېر کال له سېلابونو وروسته میلیاردونه ډالر زیان لیدلی، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او دولت د خپلې بودیجې د یوې برخې د برابرولو لپاره د عمومي خدماتو په ځانګړې ډول د برېښنا بیه لوړه کړې ده.

اوس‌مهال یو کیلوواټ برېښنا کابو ۳۰ روپۍ، یو لیتر پټرول ۳۰۵ روپۍ او د یوه لیتر ډیزلو بیې ۳۱۱.۸ روپیو ته زیاتوالی موندلی دی چې د دې هېواد په تاریخ کې بې‌مخینې بیې دي.