سویلي آسیا

پاکستاني رسنۍ: چین، پاکستان او بنګله‌دېش د یوه نوي سیمه‌ییز ائتلاف د جوړولو په لټه کې دي

د پاکستان «ایکسپریس ټریبیون» ورځپاڼې راپور ورکړی چې چین، پاکستان او بنګله‌دېش د یوه نوي سیمه‌ییز همکارۍ ائتلاف د جوړولو په اړه مشورې کوي، او دا نوښت ښايي د جنوبي آسیا د سیمه‌ییزو همکاریو ټولنې (سارک) ځای ونیسي.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، خبرې اترې «په پرمختللي پړاو» کې روانې دي او دا هڅې د سارک د زیاتېدونکي بې‌کاره‌والي په غبرګون کې ترسره کېږي. سارک له ۲۰۱۶م کال راهیسې، هغه مهال چې په اسلام‌اباد کې یې نولسمه غونډه د هند، افغانستان، بنګله‌دېش او بوتان له لوري د تحریم له امله لغوه شوه، عملاً غیر فعاله پاتې ده. یادو هېوادونو د سیمه‌ییزو امنیتي اندېښنو له امله له ګډون کولو انکار کړی و.

د ایکسپریس ټریبیون په راپور کې راغلي، چې د جون په ۱۹مه، په چین کې د کون‌مېنګ په ښار کې یوه کچه لوړه غونډه شوې، چې د چین، پاکستان او بنګله‌دېش استازو پکې ګډون کړی و. د راپور له مخې، د دې غونډې هدف دا و چې د یوه نوي سیمه‌ییز چوکاټ بنسټ کېښودل شي، څو د جنوبي آسیا نور هېوادونه هم راجلب کړي، هغه هېوادونه چې ډېر یې د سارک بنسټ‌ایښودونکي یا اوسني غړي دي.

سارک په ډسمبر ۱۹۸۵م کې د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې د هند، پاکستان، بنګله‌دېش، سریلانکا، نیپال، بوتان او مالدیف په ګډون سره تاسیس شوه. افغانستان په ۲۰۰۷م کال کې ور اضافه شو. که څه هم د دې سازمان موخه د سیمه‌ییز اقتصادي او سیاسي همکاریو پراخېدل و، خو د هند او پاکستان ترمنځ د سیاسي کړکېچونو له امله دا سازمان له کلونو راهیسې فلج پاتې دی.

د ایکسپریس ټریبیون له قوله، دیپلوماتيکي سرچینې وایي چې تمه ده سریلانکا، مالدیف او افغانستان هم د دې نوي بلاک غړیتوب ته راوبلل شي. هند ته به هم بلنه ورکړل شي، خو د دوی ګډون د ستراتیژیکو اختلافونو له امله ډېر لږ احتمال لري.

چین او پاکستان دواړه دا وړاندیز شوی بلاک د سیمه‌ییزې یووالي، نښلنې، او اقتصادي همکاریو لپاره مهم بولي، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې د سارک بنسټیز ارزښت مخ پر کمېدو دی.

هند، چې په تاریخي ډول یې سارک د سیمه‌ییزې نښلنې د یو پلیټفارم په توګه هڅولی، د اپرېل په میاشت کې د سارک د ویزې معافیت طرحه ځنډولی، چې دا اقدام د پاهلګام تر ترهګریز برید وروسته ترسره شو. دا ګام د سارک د لا ډېرې کمزورۍ نښه وبلل شو.

تمه ده چې وړاندیز شوی بدیل بلاک به د جنوبي آسیا د دیپلوماسۍ بڼه بدله کړي، د ځواک سیمه‌ییز توازن به تغیر کړي، او په دې سیمه کې به د چین د نفوذ د پراخېدو نوې لارې پرانیزي.