په خیبر پښتونخوا کې تېره ورځ (د چنګاښ په ۱۱مه) په یوه چاودنه کې څلور تنه، چې پکې سیمهییز دولتي چارواکي او د پولیسو غړي شامل دي، وژل شوي دي.
د فرانسې خبري آژانس راپور ورکړی چې د دې برید مسؤلیت داعش خراسان منلی دی.
د باجوړ د پولیسو مشر واقاس رفیق ویلي: «یوه جګپوړی دولتي چارواکی، یو بل دولتي چارواکی او دوه د پولیس افسران په دې برید کې وژل شوي دي. ۱۱ نور کسان ټپیان شوي دي. دا چارواکي د خیبر پښتونخوا ایالت ته په سفر کې وو چې برید د باجوړ ښار په یوه بازار کې شوی دی.»
د راپور له مخې، څو ساعته وروسته داعش خراسان ادعا وکړه چې دوی د چاودېدونکو توکو ډک موټرسایکل ته چاودنه ورکړې او هغه موټر یې هدف ګرځولی چې پکې د پاکستان دولتي چارواکي سپاره وو.
دغه چاودنه څلور ورځې وروسته له هغه شوې چې په شمالي وزیریستان کې په یوه برید کې ۱۶ پاکستاني سرتېري وژل شوي وو. د هغې حملې مسؤلیت د پاکستاني طالبانو تحریک پر غاړه اخیستی و.