نړۍ

عربستان په تهران او مشهد کې خپلې سیاسي استازولۍ پرانیستې

تهران کې د سعودي عربستان سفارت او د ایران په مشهد کې کونسلګرۍ فعالیت پیل کړی دی.

ځايی رسنیو راپور ورکړی دی، چې د سعودي عربستان سفارت درې ورځې مخکې تهران کې خپل فعالیت بیا پیل کړی او د مشهد کونسلګرۍ هم د یکشنبې په ورځ کار پيل کړی دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې تهران کې په ۲۰۱۶ کال کې د سعودي عربستان پر سفارت د اعتراض کوونکو له برید وروسته پرې شوې.

دواړو هېوادونو د روان کال په مارچ میاشت کې د چین په منځګړیتوب هوکړه وکړه چې خپلې اړیکې بیا پیل کړي او سفارتونه پرانیزي.