سوداګري

د افغانستان بانک ته د ۳،۵ میلیارد ډالري اسعاري زېرمې د ورستنولو لپاره هڅې

امریکا د نړیوالې تصفیې له بانک څخه د افغانستان د شتمنیو د راستنولو لپاره، د پیسو له سپینولو سره مبارزه، د ترهګرۍ د مالي ملاتړ په وړاندې مبارزه، د ظرفیتونو لوړول او د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک کې د څارونکي په توګه د درېیم کس منل د شرطونو په توګه یاد کړي دي.

د امریکا پراختیایي ادارې د دې مسلې د ارزولو لپاره، د حساب معلومولو یوه شرکت ته دنده سپارلې ده.

که څه هم رویټرز د امریکا د خزانې وزارت د ځینو چارواکو له قوله راپور وکړی چې د افغانستان بانک رول ونه توانېده د افغانستان د شتمنیو بېرته ورستنولو لپاره د امریکا ملاتړ ورجلب کړي خو تازه د افغانستان د اماني صندوق رییس آمو ټلویزیون ته ویلي چې تراوسه د حساب سنجونکي شرکت راپور نه دی خپور شوی.

د افغانستان بانک د تفتیش کمیټې رییس او په سویس کې د اماني صندوق رییس شاه محمد محرابي وايي: «دا راپور په مارچ میاشت کې بشپړ شو، تراوسه نه دی خپور شوی. له خپرېدو وروسته به یې موندنې وارزول شي. د یوه امانت لروونکي په توګه، زما رول دا دی چې له دغو پیسو له هر ډول ترلاسه شویو عوایدو سره د اسعارو او بیو د ثبات د خوندیتوب لپاره ساتنه وکړم. وروستۍ موخه د افغانستان بانک د شتمنۍ په توګه د دغو پیسو بېرته ورستنول دي.»

په اوسني وخت کې د افغانستان درې نیم میلیارده شتمني له ګټې سره یې په سویس کې د نړیوالې تصفیې په بانک کې ساتل کېږي.

خو د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي یو شمېر استادان او د اقتصادي چارو کارپوهان د افغانستان بانک ته د ۳،۵ میلیارد ډالرو شمتینو ورستنول د هېواد په زیان بولي.

شاه محمد محرابي وايي چې تراوسه په سویس کې د افغانستان شتمني او د هغې ګټه په هېڅ مورد کې نه ده کارول شوې.

ښاغلی محرابي زیاتوي چې ولسمشر بایډن د افغانستان اوه میلیارد ډالره شتمني په دوو برخو وېشلې چې نیمایي یې د نړیوالې تصفیې بانک ته لېږدول شوې ده.

ښاغلی محرابي څرګندوي: «هغه برخه چې د افغانستان د خلکو لپاره په پام کې نیول شوې وه د امن ساتلو لپاره د سویس په ژنیو کې د نړیوالې تصفیې بانک ته لېږدول شوې. دا ۳،۵ میلیارد ډالر د پام وړ پیسې دي چې په افغانستان کې د بشردوستانه اړتیاوو لپاره په پام کې نه ده نیول شوې.»

په تېر څه د پاسه یوه کال کې، په سویس کې د نړیوالې تصفیې په بانک کې د افغانستان شتمنۍ څه د پاسه دېری میلیون ډالره ګټه کړې ده.

د افغانستان بانک د تفتیش رییس شاه محمد محرابي او د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ مخکینی وزیر انوارالحق احدي، یو امریکايی وګړی او د سویس استازی د افغانستان د اماني صندوق غړي دي.

دا څلور کسیز پلاوی چې د افغانستان پر اماني صندوق څارنه لري، باید ورکړې د رایو په اتفاق سره تصویب کړې او د امریکا د استازي ملاتړ ته هم اړتیا ده.

تازه انوارالحق احدي او شاه محمد محرابي په سویس کې د افغانستان د اماني صندوق د ګډو رییسانو په توګه ګمارل شوي دي.