سوداګري

درې لنډ اقتصادي خبرونه

له افغانستان سره د خوړو د نړیوال پروګرام د مرستو کمښت، داوطلبۍ ته د دوو پروژو سپارل او له ملخانو سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د هالند مرسته په دې خبري ټولګه کې.

له افغانستان سره د خوړو د نړیوال پروګرام د مرستو کمښت

د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړې دي.

دغه بنسټ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د بودیجې د کموالي له امله له پنځه میلیونه زیانمنونکو خلکو سره مرستې کمې شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې په راروان ژمي کې د مرستو رسوولو د دوام لپاره تر یو میلیارد ډالرو زیاتو پیسو ته اړتیا لري.

له دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان کې نږدې ۲۹ میلیون تنه مرستو ته اړتیا لري.

داوطلبۍ ته د دوو پروژو سپارل

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د پنجشېر سپینو زرو او د کابل د جګدلک د یاقوتو پروژه دواطلبۍ ته وړاندې کړې.

دغه وزارت له لېوالو شرکتونو غوښتي چې د زمري میاشتې تر ۲۲ خپل اسناد وړاندې کړي.

طالبان د خپلو عوایدو زیاته برخه له کانونو په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو له پلورلو لاس ته راوړي.

رسمي شمېرې ښيي چې طالبانو د ۱۴۰۱ کال په شپږو میاشتو کې د ډبرو سکرو له صادراتو څه د پاسه درې میلیارده افغانۍ ترلاسه کړې دي.

له ملخانو سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د هالند مرسته

د هالنډ کمیټې د ملخ له نباتي افت څخه د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د درملو مرسته وکړه.

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې دغه هېواد د نباتي ناروغیو ۱۵۰ لیتره درمل او د دواپاشلو پنځوس پمپونه د ملخ له افتونو د مخنیوي په موخه مرسته کړې ده.

په روان لمریز کال کې د ملخانو یرغل د زرګونه جرېبه ځمکې محصولات له منځه وړي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او بزګرۍ سازمان وايي چې ښايي د افغانستان ۲۵ سلنه کرنیز محصولات د مراکشي ملخانو د یرغل له امله زیان وویني.