نړۍ

په سویس کې ډاکټرانو توانیدلی یو سړی چې دولس کاله مخکې معیوب شوی و په حرکت راوړي

په سویس کې د ډاکټرانو یوه ډله توانیدلی یو سړی چې دولس کاله مخکې معیوب شوی و، په حرکت راوړي.

دغه سړي دولس کاله مخکې د يوې ترافيکي پيښې له امله د تګ توان له لاسه ورکړ. خو اوس په مغز او شوکي نخاع کې د مقناطیسي قطبونو یا الکترودونو په لګولو سره، هغه کولی شي بیا حرکت وکړي.

یان اوسکام، ناروغ: «له پنځو تر لسو دقیقو کې زه وتوانېدم خپلې پښې کنټرول کړم. دا داسې وه چې په مغز کې ځای پرځای شوي وسیلې زما د پښو حرکت حس کړی وو. دا د ټولو لپاره غوره پایله وه.»

ډاکټران وايي د تګ لپاره اړينه ده چې شوکي نخاع له مغز لارښوونه ترلاسه کړي. د دې سړي په بدن کې، د دې برخې د زيانمنېدو له امله، دا لارښوونه شوکي نخاع ته نه رسېدله. خو اوس د تګ په فکر دا سړی کولی شي مغزي الکترودونه فعال کړي، او وروسته بیا دا لارښوونه د پلي کېدو لپاره پښو ته رسیږي.

ګریګوري کورټین د اعصابو ډاکټر: «د تګ لپاره مغز باید شوکي نخاع ته لارښوونه وکړي ځکه دا برخه د حرکتونو د کنټرول مسولیت لري. کله چې شوکي نخاع زيانمنه شي، دا اړیکه پرې کيږي. زموږ نظر دا و چې دا اړیکه د يو ډیجیټل پل پر مټ يو ځل بیا جوړه کړو.»

د دې کس په بدن کې څو الکترودونه لګول شوي او د دې کار لپاره هغه څو جراحي عملیاتونه ترسره کړي دي.

یوسلین بلوخ، جراحي ډاکټر: «موږ دوه مختلف عملياتونه ترسره کوو. د مغز عمليات چیرې چې موږ د سر دوو برخو ته ننوځو څو د مغزي سیګنالونو ثبتولو لپاره مقناطیسي قطبونه ځای پر ځای کړو. بل عمليات په شوکي نخاع کې ترسره کوو او د هغې په پورتنۍ برخه دوه مقناطیسي قطبونه ځای پر ځای کوو، چې د پښو د حرکت مسولیت لري. نو په دې توګه، د دې دوو برخو ترمنځ اړیکه جوړيږي.»

دا هالنډي سړي له ۲۰۱۸ کال راهیسې د دغې نوې ټکنالوژۍ په لومړنیو ازموینو کې برخه اخیستې وه، خو له څو کلونو ازموینو وروسته بریالۍ شوه.

د ډاکټرانو دغه ډله د معلولیت لرونکو کسانو د لاسونو د حرکت لپاره د دې وسیلې د کارولو احتمال څیړي.