سوداګري

ننګرهار کې د هندواڼو او خټکیو سږنی حاصل د تېر په پرتله زیات شوی

کاروباریان یې د حاصلاتو له زیاتوالي خوښ دي، خو وایي چې له بهره را واردېدونکو هنډوانو او خټکیو یې د پېر او پلور بازار خراب کړی دی.

که څه هم کروندګر یې وايي وروستیو ورښتونو یې کروندو ته زیان رسولی خو بیا یې هم حاصلات ښه او د تېر په پرتله زیات دي.

دوی وایي له بهره را واردېدونکو هنډوانو او خټکیو یې د پېر او پلور بازار خراب کړی او غوښتنه کوي چې مخه یې ونیول شي.

کروندګر عبدالستار رحیمي وایی: «حاصلات خو ښه وو انشاء الله خو حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې به بهر نه واردېدونکي هندواڼې یا را کم یا بندې کړي نو دلته به هم بازار ښه شي.»

لسګونه کسانو ته هم د هندواڼو د حاصلاتو په رسېدو د کار زمینه برابره شوې ده.

دوي خوښ دي چې په کور دننه ورته د کار زمینه برابره شوې ، خو له طالبانو غواړي چې ځوانانو ته د دايمي کار زمینه برابره کړي.

کارګر خالد وایی: «هندوانه اوس پخه شوې او دا غواړو چې وباسو او بازار ته یې کړو، حکومت نه هیله لرو چې زمونږ د هندواڼو ته ښه بازار پیدا کړي ځکه دلته پردۍ هندواڼې دي د دې بازار یې خراب کړی دی.»

کارګر محمد راز وایی: «خوشحاله یم چې ماته د کار زمینه برابره شوې ده، خو هیله لرم چې ما غوندې نورو ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره شي او دایمي کار غمه وشي.»

بل لورته ننګرهار کانال ریاست کې د طالبانو رئيس وایي سږکال د دې ولایت په څه د پاسه ۸ زره جریبه ځمکه هندواڼې او خټکي کرل شوي او حاصل یې هم د تېرو کلونو په پرتله زیات دی.

ننګرهار کانال ریاست کې د طالبانو رئيس غلام الرحمن کظیم وایی: «د ننګرهار کانال په ځمکو باندې تقریبا څه د پاسه ۸ زره جریبه ځمکه باندې هندوانه او خټکی کرل شوی، حاصلات زیات دي، بازار هم ښه دی، نه یواځې ننګرهار بلکې نورو ولایتونو ته هم هره ورځ هندواڼې روانې دي.»

د یادونې ده چې د دولتي ځمکو سربیره دلته په ننګرهار کې يو شمیر بزګران په خپلو شخصي ځمکو هم د هندواڼو او خټکيو کښت کوي ، چې حاصل ته د رسیدو سره يې بیا د بازار له نشتون نه شکایتونه کوي.