ښځې

د اعتراض‌کوونکو ښځو غورځنګ د کابل په کوڅو کې لاریون وکړ

کابل کې یو شمېر مېرمنو په یوه اعتراضي لاریون کې پر ملګرو ملتونو او له بشري حقونو دفاع کوونکو بنسټونو سخته نیوکه وکړه او له دغه سازمانه یې غوښتي چې طالبان په رسمیت ونه‌پېژني.

دا لاریون د طالبانو تر واک لاندې کابل په کوڅه کې ترسره شوی دی.

کابل کې د ښځو د اعتراضي غورځنګ غړې وویل: «زه پر ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غږ کوم چې د طالبانو رژیم په رسمیت پېژندل، د ترهګرۍ په رسمیت پېژندل دي. د تعامل لار باید تل پرانیستي وي؛ خو تعامل معامله نه ده، د ۳۰ میلیون تنو په برخلیک معامله مه‌کوئ.»

دغه اعتراض کوونکي وايي، ملګري ملتونه او له بشري حقونو دفاع کوونکي بنسټونه پوهېږي چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو حقونه یرغمل کړي ترڅو له نړیوالې ټولنې سره د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره معامله وکړي خو له هغوی سره یې تعامل ته دوام ورکړی.

د ښځو د اعتراضي غورځنګ یوې بلې غړې هم ټینګار وکړ: «طالبان د رسمیت پېژندلو، د افغانستان د حکومت په لاس کې لرلو او د افغانانو د استازیتوب وړ نه دي. نو له هر ډول تعامل او د ملګرو ملتونو د مسوولانو له خوا له داسې څرګندونو چې طالبان د افغانستان د مشروع حکومت او استازو په توګه ښيي ډډه وشي. افغانان لا هم طالبان بشري ضد او ناوړه ډله بولي او ترڅو چې د هېواد خلک طالبان نه دي منلي، د هغوی تپل به هم ونه‌مني.»

دغه معترضې مېرمنې وايي چې طالبان د رسمیت پېژندلو او د حکومت او افغانانو د استازو د استازیتوب وړ نه دي او ملګري ملتونه باید د طالبانو په رسمیت پېژندلو او له دوی سره له تعامله ډډه وکړي.

د ښځو د اعتراضي غورځنګ بلې غړې نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته په خطاب ټینګار وکړ: «طالبانو سره له تعامل او د افغانستان خلکو ګټو ته له پاملرنې پرته هغوی ته له مشروعیت ورکولو باید په کلکه مخنیوی وشي.»

دغو مېرمنو په یوه پرېکړه لیک کې دا سازمان طالبانو ته د افغانستان د دیپلوماتیکو استازولیو په سپارلو کې ځواب ویونکی بولي او له دغه بنسټه غواړي چې د طالبانو د بشري ضد چلند او سیاستونو په وړاندې پرېکنده دریځ ولري.

دا اعتراضونه په داسې حال کې په کابل کې ترسره کېږي چې ټاکل شوې د ملګروملتونو عمومي منشي په دوحه کې د یوې ناستې کوربتوب وکړي چې موخه یې د طالبانو په وړاندې د واحدې اجماع رامنځته کول او په افغانستان کې روانو ننګونو ته رسېدونه بلل شوې ده.