سوداګري

په روژه کې د خوراکي توکو د بیو د کنټرول لپاره د ننګرهاریانو غوښتنه

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې په روژه کې د خوراکي توکو بیې کنټرول کړي.

د ننګرهار اوسېدونکي د روژې په راتګ سره د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، له همدا اوس څخه د ځینو لومړنیو توکو بیې لوړې شوې چې باید مخه یې ونیول شي.

د دې ولایت اوسېدونکی ذبیح الله وایي، هر کال د روژې په راتګ سره د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړېږي، چې بېوزله کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ کېږي.

نوموړی زیاتوي: «تل همداسې وي، چې کله روژه راشي د توکو بیې هم ورسره لوړې شي، له روژې مخکې یوه بورۍ بوره په دوه زره او ۴۰۰ افغانۍ وه خو اوس درې زره او ۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې دا یوه بېلګه وه د ټولو خوراکي توکو بیې په همدې ډول لوړې شوې چې باید طالبان د دې کار مخینوی وکړي.»

د جلال آبا یو بل اوسېدونکی حیدرخان هم له طالبانو غواړي د هغو کسانو مخه ونیسي چې په خپلسر د توکو بیې لوړوي.

هغه زیاتوي: «که طالبان دي او آمیان دي او که هټۍوال له خدایه دې ووېرېږي، په خپل سر پر دې د بېوزله وګړو لپاره د توکو بیې نه لوړوي، دا ولس ډېر غریب او کړېدلی دی.»

د ټولنیز چارو فعالان بیا له طالبانو غواړي، د هغو سوداګرو مخه ونیسي چې احتکار کوي او په خپل سر د توکو بیې ټاکي.

ټولنیز فعال خانزاده افغان وایي، په بازار کې د طالبانو د څارنې د نشتوالي له امله هټۍوال په خپل سر بیې لوړوي.

نوموړی زیاتوي: «که تاسو لاړ شئ په هر ګودام کې په زرګونه بورۍ وريجې شته، خو له بده مرغه چې آزاد بازار نه په استفادې هر ډول یې چې زړه غواړي پر خلکو یې پلوري، ځکه دلته څارنه نشته له همدې امله تل ولس ځپل کېږي.»

اخوا، د طالبانو ځایي مسوولین هم دا ستونزه مني خو ډاډ ورکوي، چې د بیو د خپلسري لوړېدو مخه به ونیسي.

په جلال آباد کې د طالبانو د ښاروالۍ ویاند بختي جان مراد وایي، د څارنې ټیمونه یې ګمارلي او په ښار کې به د هغو کسانو مخنیوی کوي چې په خپل سر د توکو بیې لوړوي.

مراد زیاتوي: «د نرخونو د کنټرول او احتکار د مخنیوي برخه کې ټیمونه ګمارل شوي او هغو پلورونکو ته به اجازه ورنه کړو چې توکي احتکار او یا ګرانپلورنه وکړي.»

دوی له خلکو غواړي، د هغو کسانو په ښودلو کې ورسره همکاري وکړي چې په خپلسر د توکو بیې ټاکي.

هېوادوال په داسې حال کې د توکو بیو له لوړېدو شکایت لري چې د طالبانو د مالیې وزارت په دې وروستیو کې اعلان کړی، د هېواد په ګمرکونو کې پر لومړنیو او خوراکي توکو ګمرکي محصول یې کم کړی دی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هېوادوالو ناوړه اقتصادي وضعیت ته په پام سره یې د خوراکي توکو (اوړو، غنمو، غوړیو، وریجو، بورې…) د بیو د لوړېدو د مخنیوي لپاره پر لومړنیو توکو ګمرکي محصول تر اویا سلنې کم کړی دی.

دا په داسې حال کې دي چې هر کال د روژې میاشتې په رارسېدو سره نه یوازې په ننګرهار بلکې د هېواد د پلازمیني په ګډون ټولو ښارونو کې د خوراکي او نورو لومړنیو توکو بیې لوړېږي.