ښځې

طالبانو په غور کې اعتراض‌کوونکې نجلۍ او د هغې پلار ونیول

نن سهار د روان کال د کب میاشتې پر ۱۷ نېټه حبیبې شریفي د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې په دې ولایت کې د طالبانو د والي دفتر مخې ته په یوه اعتراضي اقدام کې له طالبانو وغوښتل چې له نجونو د زده‌کړو حق وانه‌خلي.

په غور ولایت کې سرچینې وایي چې هغه له خپل پلار او دوو نورو کسانو سره نیول شوې ده.

د سرچینې په وینا، تر اوسه د حبیبې، د هغې د پلار او دوو نورو کسانو برخلیک روښانه نه دی.

هڅه مو وکړه په دې راپور کې د حبیبې شریفي د خپلوانو لیدلوری ولرو، خو له پرله‌پسې اړیکو سره سره بریالي نه شوو.

اغلې شریفي مخکې له دې چې د اعتراض لپاره د فیروزکوه ښار سړکونو ته ووځي په یوه ویډیویي پیغام کې چې آمو ته یې لېږلی و وویل، چې نه پوهېږي د طالبانو د والي دفتر مخې ته له اعتراض وروسته به له څه ډول برخلیک سره مخ شي.

هغه په دې ویډیو کې وایي: «نن د مارچ پر اتمه د ښځو د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي ګډون، برابرۍ، ټولنیز عدالت، جنسیتي تبعیض ته د نه ویلو لپاره د فیروزکوه ښار سړکونو ته ځم، مخکینیو ترخو تجربو ته په پام د ښو پایلو تمه نه لرم او نه پوهېږم له څه ډول برخلیک سره به مخ شم.»

افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان استازولۍ د مارچ پر اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، پر ښځو د طالبانو د سختو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه.

دغه سازمان له طالبانو وغوښتل، چې د ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو لګول شوي محدودیتونه لغوه کړي.

افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ یا (یوناما) په بیانیه کې راغلي چې د ۲۰۲۱ له اګسټ وروسته طالبانو د هغو قوانینو پر تپلو تمرکز کړی چې ډېری ښځې او نجونې یې په عملي توګه په خپلو کورونو کې زنداني کړې دي.