سوداګري

د نن ورځې مهم اقتصادي خبرونه

د خوړو نړیوال پروګرام د ازبکستان په ترمز ښار کې د خوراکي توکو د زېرمه کولو ظرفیت دوه چنده کوي.

دغه بنسټ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې له دغه مرکز څخه هره ورځ ۴۰ لارۍ خوراکي توکي افغانستان ته راځي چې له بېوزلو سره مرسته وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام احصایې ښيي چې په افغانستان کې شاوخوا شل میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي.

د خوراک نړیوال پروګرام یا WFP لوژستیک مرکز په افغانستان کې د WFP د عملیاتو د لیږد د اسانتیا په هدف په ۲۰۲۱ کال کې د ترمز په ښار کې جوړ شو.

د نوي مالي کال د بودیجې سند، تصویب لپاره د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده ته لېږل شوی.

تر اوسه طالبانو د دې بودیجې د اندازې په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو څه موده وړاندې د طالبانو د مالیې وزارت اعلان وکړ، چې د نوي مالي کال په بودیجه کې یې تر لسو زیاتې پراختیايي پروژې شاملې کړي دي.

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي، طالبان د عایداتي سرچینو د کموالي له امله پراختیايي بودیجه کموي او د پراختیايي بودیجې کمښت به په هېواد کې د وروسته پاتې والي او بې وزلۍ لامل شي.

په ۱۴۰۰ هجري کال کې د افغانستان ملي بودیجه ۴۷۳ میلیارده افغانۍ وه. له دې انداې ۱۵۶ میلیارده افغانۍ پراختیايي او ۳۱۷ میلیارده افغانۍ عادي بودیجه وه.

د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ  کلداور او ایراني تومن ارزښت په بې ساري ډول لویدلی.

په کابل کې د شهزاده صرافانو اتحادیه وايي چې اوسمهال یو ډالر په ۶۰ زره ایراني تومنو تبادله کېږي او دغه راز یو امریکایي ډالر ۲۹۰ کلدارې کېږي.

د ځینو پیسو بدلونکو په وینا، دې کمښت تر ټولو زیات هغه پناه غوښتونکي زیانمن کړي، چې په ایران او پاکستان کې په کار بوخت دي.

د دې اتحاديې د شمېرو پر بنسټ، د افغانيو پر وړاندې د تومن او کلدارو بيه هم راټيټه شوې او دا مهال ۱۰۰۰ تومن په یوه نیمه افغانۍ تبادله کېږي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، دا مهال شاوخوا اته میلیونه افغان کډوال په ایران او پاکستان کې مېشت دي.

ایران کې د افغانانو لپاره د کار موندنې پلان پیل شوی

د ايران د کار، مرستو او ټولنيزو چارو د وزارت د بهرنيو اتباعو د استخدام عمومي رييس وايي، په دغه پلان کې د کارګرانو عمرونه له ١٨ تر ٦٠ کلونو پورې ټاکل شوي دي.

د دې پلان له مخې، په کاري عمر کې ټول به د “کارموندنې سیسټم” کې له ثبت وروسته په قانوني توګه په کار وګمارل شي او د کار زمینه به ورته برابره شي.