ښځې

سوداګرې مېرمنې: د ښځو د سوکالۍ لپاره په هر ډول شرایطو کې کار کوو

نجیبه په مزارشریف کې یوه ښځینه سوداګره ده چې د ښځو پر کار له محدودیتونو سره سره، خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

هغې له څلورو کلونو راهیسې په دغه ښار کې د «کلبه‌ی هوسانه» په نوم رستورانت جوړ کړی دی.

نجبیه وايي، په لومړنیو وسایلو سره یې کار پيل کړ؛ څه موده وروسته یې امکانات نوي کړل او رستورانونه یې درېيو ته زیات کړل، خو اوس یې د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله یوازې یوه څانګه فعاله ده.  

په دغه رستوران کې یوولس نورې ښځې چې ټولې د خپلو کورنیو د اړتیاوو برابروونکې دي هم فعالیت لري او د منتو، پیرکیو، آی خانم او قابلي پلو په شان افغاني خواړه برابروي.

په وروستیو میاشتو کې سختو اقتصادي شرایطو د افغان سوداګرو مېرمنو پر کار هم اغېز کړی او دوی اړ شوې کارونه یې محدود کړي.

سیما هاشمي له اوو کلونو راهیسې د آش د تولید یو شرکت لري او پخوا یې شرکت په څلورو برخو کې فعالیت درلود چې د جامو، د مینځلو مواد او د آش پروسس پکې و؛ خو په دې وروستیو کې اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی ترڅو خپل کار محدود کړي.

نوموړې وايي: «تر یوې میاشتې مخکې پورې یې د آش د تولید په برخه کې فعالیت درلود؛ خو طالبانو حکم وکړ ترهغه چې مکتوب نه دی درته رسېدلی، خپل فعالیت بند کړی او اوس د کور په یوه کوټه کې خپل کار ته دوام ورکوم.»

دغه شرکت په تېرو وختونو کې ۳۷ کارکوونکي لرل؛ خو اوس یوازې ۲۵ تنه پکې په کار بوخت دي.

نوموړې د افغان مېرمنو اساسي ستونزه د موسسو تړل کېدل او له ښځو نه ملاتړ بللی او وایي: «ترهغه چې له ښځو ملاتړ ونه شي، کار نه شي کولای.»

د ښځینه سوداګرو په کارخونو او شرکتونو کې د تولیداتو او محصولاتو د پلور لپاره د بازار نشتوالی هغه ننګونې دي چې د سوداګرو مېرمنو د اقتصادي ځوړتیا او اندېښنې لامل شوې دي.

یو شمېر ښځینه سوداګرې چې له دغو ټولو ننګونو سره سره خپل فعالیت ته دوام ورکوي وايي، موخه یې له هغو کورنیو ملاتړ کول دي چې بل سرپرست نه لري. دوی زیاتوي چې له ښځو په ملاتړ سره هڅه کوي په ټولنه کې د بې وزلۍ مخه ونیسي.

طالبانو د روان کال د مرغومي په څلورمه په نادولتي بنسټونو کې د ښځو کار کول منع اعلان کړل. له همدې امله اوسمهال په شرکتونو او رستورانونو کې کار کول د ښځو د کار لپاره له محدودو ځایونو څخه دي.