ښځې

نجونې د ښوونځیو د پرانیستو په تمه دي

هغه زده کوونکې نجونې چې په تېر یو نیم کال کې ښوونځي ته له تلو بې برخې شوې، وايي، د دوی پرمخ د ښوونځیو دروازو د پرانیستو په تمه دي.

دوی زیاتوي، که څه هم د نوي ښوونیز کال پیل ته لږ ورځې پاتې دي خو تراوسه طالبانو د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو په اړه خپله پرېکړه نه ده اعلان کړې.

یوه زده کوونکې تمنا حیدري وایي، کله چې طالبان د تېر کال په اپریل میاشت کې پر افغانستان واکمن شول او هغه په اتم ټولګې کې وه خو اوس په کورته ناسته ده، نوموړې هیله لري چې په نوي ښوونیز کال کې ښوونځي پرانیستل شي.

یوه بله زده کوونکې ملیحه یاوري وايي، تازه یې ښوونځی پای ته رسولی و او د طب څانګې ته د بریالي کېدو لپاره یې تیاری نیوه خو اوس یې ټولې هڅې او هیلې له منځه تللې دي.

نوموړې زیاتوي: «تېر کال مې ټول کال تیاری ونیوه شپې مې په ویښه تېرولې څومره مې چې وس و درس به مې لوست خو طالبانو نجونو ته اجازه ورنه کړه چې په کانکور کې ګډون وکړي.»

هغه وایي، داسې احساس یې کاوه چې د غر ختونکي په شان د غره څوکې ته یې په ختلو زیار ګاللی خو په وروستیو شېبو کې چا له پاسه غورځولې چې ډېره ستونزمنه او خواشینونکې ده.

راحله یوه بله نجلۍ ده چې په پوهنتون کې په زده کړو بوخته وه او وايي چې د مدیریت څانګې محصله وه خو اوس په کور ناسته ده.

هغه زیاتوي: «هره ورځ کله چې په خواله رسنیو کې لولم چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل کېږي تر سهاره له خوشحالۍ خوب نه راځي، خو همدا چې سهار شي بیا ګورم چې دا خبر واقعیت نه لري بېرته نړۍ راته له غم او تورتمه ډکه شي.»

د هرات پوهنتون یوه محصله منیره وایي، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د نجونو د تحصیل په اړه بې پامي کوي او د دوی د زده کړو دوام د څرنګوالي لپاره هېڅ پروګرام نه لري.

هغې زیاته کړه: «د لوړو زده کړو وزارت تر امر ثاني پورې زموږ درسونه ځنډولي خو اوس چې یوه اونۍ وروسته پوهنتونونه پيلېږي نه پوهېږو چې زموږ برخلیک به څه ډول کېږي آیا د زده کړو اجازه راکوي که نه.»

یوه بله محصله فهیمه چې د زده کړو د دوام په اړه ناهیلې شوې وايي چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت باید د ښځو د زده کړو دوام ته بې پامي ونه کړي.

نوموړې ټینګار کوي: «باید طالبان ژرترژره تصمیم ونیسي او زموږ د زده کړو د دوام لپاره یوه تګلاره برابره کړي ځکه موږ هم د نارینه وو په شان د زده کړو حق لري او اسلام دا حق موږ ته راکړی دی.»

د هېواد د بېلابېلو ولایتونو زرګونه نجونې د خپل راتلونکي په اړه اندېښنه لري. هېوادوال هم په نوي هجري لمریز کال کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونو د دروازو د پرانیستو غوښتونکي دي.

دوي وایي چې اسلام ښځې او نارینه ته د زده کړو حق ورکړی او هېڅوک نه شي کولای دا حق ترې واخلي.

د کابل اوسېدونکی محمد عارف وايي: «طالبان په بېلابېلو پلمو ښځو ته د زده کړو حق نه ورکوي په داسې حال کې چې اسلام دوی ته دا حق ورکړی، طالبان د اسلام له نوم څخه په استفادې غواړي خپل ناسم نظریات پرخلکو ومني.»

د مزارشریف اوسېدونکی سید رضا وايي: «طالبانو هرڅه تر امرثاني پورې ځنډولي خو اوس چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو وخت ته څو ورځې پاتې دي نجونو ته د اجازې ورکولو په اړه تراوسه هېڅ نه دي ویل شوي.»

اخوا، د پوهنتون استاد بصیر احمد دانشیار وایي: «د نجونو او مېرمو زده کړو ته د حکومت (طالبانو ادارې) نه پاملرنه د دې لامل شوې چې افغان نجونې او مېرمنې له اندېښنو او رواني فشار سره مخ شي.»

یوناما رپوټ ورکړی چې په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو له تړل کېدو ۵۲۶ ورځې تېرېږي، خو طالبانو پر افغان مېرمنو د خپلو محدودیتونو د زیاتوالي په اړه پرېکړو کې هېڅ بدلون نه دی راوستی.

که څه هم نړیوالې ټولنې په تېره بیا اسلامي هېوادونو د طالبانو پر دې کار نیوکې وکړې او د افغان نجونو پرمخ یې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو غوښتنه وکړه خو طالبانو دغو غوښتنه هېڅ پام نه دی کړی.