ښځې

جوزجان کې ښځې د سیم‌کارت پېرلو او انټرنټ کلپونو ته د تلو اجازه نه لري

کندهار کې د یوې مېرمنې تصویر. د ۱۴۰۱ کال د غويي میاشت

جوزجان کې یو شمېر ښځې دې ته په اشارې سره چې طالبانو په دې ولایت کې پر هغوی نوي محدودیتونه لګولي دي وایي، چې له محرم پرته د سیم‌کارت پېرلو حق نه لري او ترڅو چې محرم کس نه وي ورسره، طالبان هغوی ته اجازه نه ورکوي، چې سیم‌کارت ترلاسه کړي.

هغوی چې د سیم‌کارت د ترلاسه کولو حق له محدودیت سره سره، انټرنټ کلپونو ته د تلو او د دندو او بورسیو لپاره د نوملیکنې اجازه نه لري.

د جوزجان ښځې زیاتوي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې‌ عن المنکر کسان په داسې حال کې چې عادي جامې لري پر سړکونو تګ راتګ کوي، په تونده بڼه له ښځو غواړي چې په ښار کې له محرم پرته له ګرځېدو ډډه وکړي.

یوه زده‌کوونکې بصیره غواړي د زده‌کړو د دوام لپاره د ترکیې په بورسیه کې نوملیکنه وکړي.

هغه په وروستیو ورځو کې د ښار یوه انټرنټ کلپ ته تللې وه ترڅو په بورسیه کې نوملیکنه وکړي. خو د طالب ځواکونو له خوا ورته د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې.

بصیرې په دې اړه وویل: «زما له فراغېدو دوه کاله کېږي او لا هم بې‌برخلیکه یم. ان یوه ښوونیز مرکز ته د تلو اجازه نه لرم. موږ ته اجازه نه راکوي چې انټرنټ کلپونو ته ولاړې شو او په بورسیو کې نوملیکنه وکړو.»

د شبانې خاوند ایران ته د کار لپاره تللی او د سیم‌کارت د پېرلو لپاره له کلي څخه د جوزجان ښار ته راغلې ترڅو سیم‌کارت ترلاسه کړي.

هغه وایي، د دې له امله چې محرم نه و ورسره طالبانو اجازه ورنه‌کړه چې سیم‌کارت وپېري.

شبانې ټینګار وکړ: «طالبانو ماته اجازه رانه‌کړه چې د اتصالات شبکې له څانګې سیم‌کارت وپېرم. اړ شوم د خپلې خور کور ته ولاړه شم او له خپل خوريي سره چې ۱۵ کلن هلک دي، بیا د سیم‌کارت د پېرلو لپاره ورشم.»

په همدې حال کې په جوزجان کې د انټرنټ کلپونو مسوولین وایي، طالبانو په شفاهي ډول ورته ويلي، چې باید په خپلو هټیو کې ښځې پرې‌نه‌ږدي.

هغوی وایي، چې که ښځو ته اجازه ورنه‌کړي کاروبار به یې مخ په ځوړ شي.

جوزجان کې تر ۱۵ زیات انټرنټ کلپونه موجود دي او د شبرغان ښار په بېلابېلو برخو کې د شبکو څانګې فعالیت کوي. طالبانو ښځې دغو سیمو ته له محرم پرته تللو منع کړې دي.

طالبانو موده مخکې د شبرغان ښار موټرچلوونکو ته هم په شفاهي ډول خبرداری ورکړی، چې له محرم پرته ښځو د سپرولو حق نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د امربالمعروف او نهې عن المنکر کسان ښار کې په تونس موټر کې ګرځي او د ښځو پر چادرۍ څارنه کوي او له هغو کسانو سره چې چادري او برقع نه لري، په جدي چلند کوي او ښځې ګواښي چې په ښار کې د تګ راتګ حق نه لري.