ښځې

د زده کړو نړیواله ورځ، نړۍ زده کړو ته د افغان ښځو او نجونو د لاسرسي غوښتونکې ده

نړۍ په داسې حال کې د زده کړو نړیواله لمانځي چې له ۵۰۲ ورځو راهیسې افغان نجونې ښوونځیو ته له تلو بې برخې دي.

د ملګروملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش د جنورۍ په ۲۴مه د زده کړو د نړیوالې ورځې له امله خپل ټویټري پيغام کې له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د ښځو او نجونو د تلو د مخنیوي په اړه پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

هغه ویلي، د دې وخت رارسېدلی، هغه قوانین او کړنې پای ته ورسول شي چې زده کړې تر اغېز لاندې راولي.

یونسکو: پرېږدئ افغان نجونې زده کړه وکړي

د ملګروملتونو سازمان ښوونیزو، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۲۴مه د زده کړو نړیواله ورځ د افغان نجونو او مېرمنو په نوم چې د طالبانو تر ادارې لاندې له زده کړو بې برخې دي بېله کړې ده.

دغه بنسټ په یوه ټویټ کې لیکلي: «د زده کړې په ورځ له موږ سره یو ځای شئ او په لوړ او واضع غږ ووایئ: «پرېږدئ افغان نجونې زده کړه وکړي.»

طالبان په افغانستان کې له واکمنېدو وروسته، نجونې له زده کړو او تحصیل څخه بې برخې کړې او یوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونې زده کړه کولای شي؛ د طالبانو دا اقدام د ننه په هېواد او بهر کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

یونسکو زده کړه نړیوال او بشري حق بللی او ویلي یې دي چې په نړۍ کې له افغانستان پرته هېڅ داسې هېواد نشته چې د نجونو او مېرمنو د زده کړو مخنیوی وکړي.

دغه بنسټ ویلي چې د نجونو پر زده کړه محدودیت د دې هېواد لپاره د لویو بریاوو د له منځه تلو لامل کېږي.

د ملګروملتونو سازمان دغه بنسټ زیاته کړې چې نړیواله ټولنه مسوولیت لري زده کړو ته د افغان ښځو او نجونو لاسرسی تضمین کړي.

د ملګروملتونو سازمان د شمېرو له مخې په افغانستان کې اتیا سلنه ښځې او نجونې چې د زده کړو په عُمر برابرې دي او شمېر یې دوه اعشاریه ۵ تنو ته رسېږي، د زده کړو په وړاندې د طالبانو د محدودیت له امله ښوونځي ته له تلو بې برخې دي.

یونسکو ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دغه بنسټ په افغانستان کې د نادولتي موسسو له لارې، له لیرې د بدیلې زده کړې په تېره بیا د دې هېواد له راډیویي چینلونو په استفادې سره د زده کړو زمینه برابروي.

یونسکو زیاته کړې چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې د زده کوونکو شمېر دوه برابره شوی او په ۲۰۰۱ کال کې له یو میلیون زده کوونکو څخه په ۲۰۲۱ کال کې لس میلیون تنو ته رسېدلی و.

یونسکو همداراز ویلي چې په افغانستان کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو په تړل کېدو سره، سل زره نجونې له لوړو زده کړو بې برخې شوې دي.

له بلې خوا، د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله آمنه محمد څو ورځې مخکې د دې سازمان د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغله ترڅو د نجونو او ښځو د وضعیت په اړه له طالب چارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړي.

پر افغانستان د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې د ملګروملتونو سازمان یو لوړپوړی پلاوی له د هېواده لیدنه کوي.

د ملګروملتونو سازمان د سرمنشې مرستیالې له طالب چارواکو سره په کتنو کې د افغان نجونو او ښځو د زده کړو د مخنیوي په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې او د دې ډلې د رییس الوزرا له مرستیال څخه یې وغوښتل چې طالبان پر خپله دې پرېکړې له سره غور وکړي.

عبدالسلام حنفي د ملګروملتونو سازمان د چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې وویل، امارت (د طالبانو اداره) د روغتیا، زده کړو او امنیت په برخه کې جدي پاملرنه کړې او د «اسلامي شریعت او هېواد د دودونو په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته» درناوی کوي.

طالبانو په افغانستان کې له بیا ځلې واکمنېدو وروسته لومړی له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل او تازه یې پوهنتونونو ته هم د نجونو تلل منع اعلان کړل او په نادولتي بنسټونو کې یې د ښځو د کار کولو مخنیوی وکړ.

د طالبانو ادارې له خوا د نجونو پر زده کړو محدودیت، پراخ نړیوال غبرګونونه او غندنې په ځان پسې لرلي دي؛ خو طالب چارواکو ویلي چې د ښځو او نجونو د زده کړو مخالف نه دي او «په مساعد وضعیت کې» به دوی ته د زده کړو د دوام اجازه ورکړي.