روغتیا

د ګوزڼ ضد واکسین په برخه کې د ښځو نه شتون دا بهیر له ستونزو سره مخ کړی

د دوشنبې په ورځ د هېواد په ډېری ولایتونو کې جومات په جومات د پوليو کمپاين پېل شو. د ګوزڼ ضد واکسين دغه کمپاين د تېر خلاف يوازې د نارينه رضاکارانو له خوا پرمخ بېول کېږي.

له دې مخکې به د ګوزڼ ضد واکسین کمپاين د ښه عملي کېدو په موخه ښځینه او نارينه کارکوونکي کوڅه په کوڅه ګرځېدل او د پوليو واکسین د پلي کېدو په اړه به یې کورنیو ته پوهاوی ورکاوه او له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته به یې د پوليو ضد څاڅکي ورکول، خو د طالبانو د ښځو د کار د مخینوي په اړه د مشر د پرېکړي له امله، اوس د ګوزڼ ضد واکسين په کمپاین کې د مېرمنو ونډه صفر ته رسېدلې ده.

د هېواد په سوېل کې د ګوزڼ ضد کمپاين رضاکاران وایي کور په کورد ګوزڼ ضد واکسين پر تطبيق له بندیز وروسته د ښځينه کارکوونکو نشتوالي پر کار ناوړه اغېزه کړې ده.

محمد نسيم د کندهار په پنځمه ناحيه کې د ګوزڼ ضد واکسین د رضاکاره ټيم یو مبلغ دی.

نوموړی وایي، له دې مخکې به مېرمنو کورنیو ته د پوليو واکسين په اړه عامه پوهاوی ورکاوه او وروسته به بيا د ګوزڼ ضد کمپاين عملي کېده، چې کم شمېر ماشومان له دغو کمپاين څخه پاتې نه شي.

هغه زیاتوي: «مخکې به له موږ سره ښځينه واکسيناتورانو د کورنیو د پوهاوي په برخه کې کار کاوه، چې رول يې خورا مهم و او کابو په سلو کې به يوازي پنځه سلنه ماشومان له واکسين څخه پاتې کېدل، خو اوس دغه سلنه له دې امله لوړه شوې، چې مېرمنی زموږ سره کار نه کوي.»

نسيمه د کندهار د نهمې ناحیې د ملايانو کلي اوسېدونکې ده، چې خپل لمسی يې د ګوزڼ ضد واکسين لپاره ددغې ناحیې يوه جومات ته راوستی دی.

مېرمن نسيمه وایي چې مخکې د پوليو کمپاين کې د ښځو شتون ګټور و، ځکه چې کورونو کې به یې ماشومان واکسين کول، خو اوس دوی په خپله ماشومان جوماتونو ته بیايي.

هغه زیاتوي: «زما لمسي ته مخکې په کور کې واکسين ورکول کېدل خو اوس مجبوره يم، چې دلته یې راولم. زما غوښتنه دا ده، چې ښځو ته بيا د کار اجازه ورکول شي ترڅو په دې برخه کې ستونزي کمې شي.»

پر مېرمنو له کاري بندیز څخه مخکې يوازې په کندهار کې شااوخوا ۲۵۰ مېرمنو د ګوزڼ ضد واکسين په برخه کې کار کاوه، چې هري مېرمنې ته د يونیسف له لوري معاش ورکول کېده، خو له تېرو دوو مياشتو راهیسې د مېرمنو پر کار له بندیز وروسته دغه مېرمنې هم وزګارې شوې دي.

۳۵ کلنه صالحه، چې د ګوزڼ ضد واکسين په کمپاين کې يې له دې مخکې کار کاوه او اوس وزګاره شوې، وایي د کورنۍ د اړتیاوو برابروونکې ده، خو د طالبانو د بندیز له امله اوس وزګاره شوې ده.

نوموړې زیاتوي: «زه کونډه يم او اولادونه هم ټول زما لاس ته ګوري، له دې مخکې به د مياشتې نهه زره افغانۍ معاش راکول کېده چې اوس هغه پیسې درول شوې له دې امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوې یم، له طالبانو غواړم چې د ښځو پر کار محدودیت لیرې کړی.»

اخوا، کندهار کې د طالبانو د روغتيا رياست مرستيال سيد احمد شاداب وایي، دوی د کندهار په تازه پيل کړي کمپاين کې باید شپږسوه ۲۷ زره او ۱۵۱ تنه ماشومانو ته واکسین ورکړي.

شاداب د ګوزڼ ضد واکسين په کمپاينونو کې د ښځو ونډې ته له اشارې پرته وايي، دوی د ماشومانو د واکسين په مقابل کې هرې کورنۍ ته د يونیسف په مرسته يو صابون ورکوي، چې دې چارې له واکسينه د پاتې کېدونکو ماشومانو شمېر کم کړی.

د کندهار ترڅنګ په زابل، هلمند او ارزګان کې هم دا مهال د ګوزڼ ضد واکسين کمپاينونه یوازې د نارينه وو له خوا پرمخ بیول کېږي.

که څه هم د طالبانو د روغتیا وزارت ویلي، چې د روغتیا په برخه کې د مېرمنو پر کار کوم بندیز نشته، خو د ګوزڼ ضد واکسین په کمپاينونو کې هم ښځې ونډه نه لري.