منځنی ختیځ

له ډیپلوماټیکو هڅو سره سره اسراییلو پر غزې خپل بریدونه زیات کړي

په غزه کې د اوربند د ټینګښت لپاره د ډيپلوماتیکو هڅو هم مهاله، پر دې سیمې د اسراییلي ځواکونو هوایي او ځمکني بریدونه په شدت سره دوام لري. سرچینو الجزیرې ته ویلي، چې لږ تر لږه لس فلسطینیان د بشري مرستو د ترلاسه کولو پر مهال وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوې دي.

روغتیايي سرچینو الجزیرې ته ویلي، چې د بشري مرستود وېش یوه مرکز ته نږدې، چې د رفح ښار په شمال لویدیځه برخه کې موقعیت لري؛ نږدې لس فلسطینیان وژل شوې دي او له ۶۰ کسانو زیات ټپیان شوې دي.

د ناصر روغتون کارکوونکو هم الجزیرې ته ویلي دي، چې د خان یونس ښار ته نږدې د السطر په سیمه کې د توپچي بریدونو په پایله کې دوه نورو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو د اسرائیلو پوځ د تل په څېر بیا هم ویلي، چې د دوی دغه عملیات، د حماس ډلې پر پټن ځایونو و. بلخوا، د بشري مرستو د وېش بنسټونه بیا په غزه کې د لوږې له پراختیا او د وضعیت له خرابوالي خبر ورکوي.

د بې پولي ډاکټرانو ادارې ویلي، چې تر سل متري واټنه پورې د اسراییلي ځواکونو د ټانګونو د پرمختګ له امله اړ شوي، چې په خان یونس کې خپل یو روغتیايي مرکز پرېږدي.

د ملګرو ملتونو ویاند، اسټیفان دوجارېک، وایي: «د اسراییلو پوځ په ټوله غزه کې خپل عملیاتو ته دوام ورکړي، چې پکې د هاوان بریدونه او ځمکنۍ حملې شاملې دي. د راپورونو له مخې، نن سهار هغه کسان چې د خوراکي موادو د ترلاسه کولو لپاره په انتظار کې وو، د دیر البلح په سیمه کې تر برید لاندې راغلې دي. د الاقصی روغتون د معلوماتو له مخې، دغه برید لسګونه تلفات لري، چې زیاتره قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.»

په همدې حال کې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د لومړي ځل لپاره په ښکاره اعلان وکړ، چې دا هېواد یې غواړي جګړه پای ته ورسوي. نوموړي د نیوزمکس له رسنۍ سره په یوه مرکه کې ویلي، تمه لري چې په څو راتلونکو ورځو کې په غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند زمینه برابره شي، چې له مخې به یې د اسرییل یرغمل هم خوشې شي.

نتانیاهو زیاته کړه چې لا هم ۵۰ یرغمل کسان په غزه کې دي، چې له ډلې یې یوازې شل کسان ژوندي پاتې دي. هغه ټینګار وکړ چې هر ډول اوربند به د حماس د بشپړې بې وسلې کېدو او د دې ډلې د سیاسي او نظامي جوړښت د منحل کېدو له شرط سره تړلی وي. له بلې خوا، حماس اعلان کړی چې د اوربند د مذاکراتو په چوکاټ کې د لسو یرغملو خوشې کولو ته چمتو دی، خو خبرداری یې ورکړی چې دغه خبرې د اسراییلو د “ځنډ” له امله له سختو خنډونو سره مخ دي.

ورته مهال، د اسراییلو پوځ خبر ورکړی چې یو ۲۱ کلن پوځي یې د خان‌یونس په عملیاتو کې وژل شوی، د اسراییلو پوځ ادعا کوي، چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې نوموړي د ودانیو د چادونې لپاره په چمتوالي بوخت و.