د افغانستان لپاره د پاکستان استازی محمد صادق وایي، چې د افغانستان لپاره د ایران له استازي محمد رضا بهرامي، سره یې په یوه مجازي ناسته کې د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه بحث کړی او د ترهګرۍ په اړه، چې یوه ګډه ننګونه ده اندېښنې شریکې کړې دي.
هغه په ایکس کې لیکلي، چې دواړو لوریو د افغانستان سره د دوه اړخیزې همکارۍ او سیمهییز تعامل د پراخولو لارې څېړلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د شتون په اړه په اندېښنه څرګنده کړې ده. خو طالبانو د پاکستان دغه اندېښنې بېاساسه ګنلي دي.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له شلو زیاتې ترهګرې دلې شتون لري.
