بشري حقوق

د طالب مشرانو د نیولو حکم ته غبرګونونه: «عدالت غواړو، طالب مشران باید ونیول شي»

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده او د طالبانو د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني انځورونه.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي او د بشري حقونو فعالان، د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو د مشر او د دوی د سترې محکمې د نیول کېدو د حکم د صادرېدو په غبرګون کې وايي، چې د دغه حکم اجرایي کول به د طالبانو د استبداد او تاوتریخوالي مخه ونیسي.

درې ورځې وړاندې د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیول کېدو حکم ورکړ او دغه دوه طالب مشران یې د بشر ضد جنایت او د جنسیت پر بنسټ د ځورونې په جرم تورن کړل.

اوس د دغه حکم صادرېدل، د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو او د هېواد د یو شمېر اوسېدونکو له هرکلي سره مخ شوې ده.

د جرمونو د نړیوالې محکې له لوري، د طالبانو د مشر هبت الله آخندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیول کېدو له حکم څخه درې ورځې تېریږي. دغه حکم، په افغانستان کې د عدالت د پلې کېدو لپاره بې ساری اقدام بلل شوی دی.

اوس د هېواد یو شمېر اوسېدونکي، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له سخت دریځو اقداماتو او کړنو د نیوکې ترڅنګ، د جرمونو د نړیوالې محکمې حکم د اجرایي کېدو غوښتونکې دي او وایي، چې د طالبانو لوړ پوړي مشران باید ژر تر ژره
محاکمه شي. د حکم د پلي کېدو غوښتونکي ټینګار کوي، چې دغه حکم باید د کاغذ پر مخ پاتې نه شي.

د کابل اوسېدونکې وايي: «د افغانستان خلک، عدالت غواړي. طالب مشران، چې کلونه کېږي موږ یې د ژوند کولو له حقه محرومې کړې یو؛ باید محاکمه شي. نړۍ پاید چوپه پاتې نه شي او د افغانستان د خلکو غږ واوري. دوی باید د طالبانو تاوتریخوالي او ظلم ته د پای ټکۍ کېږدي.»

د کابل یوې بلې اوسېدونکې وویل: «د طالبانو د مشر د نیول کېدو حکم باید یوازې د کاغذ پر مخ پاتې نه شي. نړیواله محکمه باید ژر تر ژره دغه حکم اجرایي کړي او د طالبانو ظلم او ستم ته د پای ټکۍ کېږدي. موږ د عدالت غوښتونکي یو او عدالت هغه مهال عملي کېږي، چې د طالبانو مشران ونیول شي.»

د جرمونو نړیوالې محکمې، به یوه بې ساري اقدام کې د طالبانو د مشر او د دوی د سترې محکمې د رییس د نیول کېدو حکم صادر کړ. دغه طالب مشران، د بشریت ضد په جنایت او همداراز د جنسیت پر بنسټ په ځورونې تورن دي، خو د دوی د نیول کېدو حکم، اوس له یو لړ نورو عملي ګامونو سره تړلې ده.

د جرمونو نړیواله محکمه د طالبانو د مشرانو د نیولو حکم په رسمي توګه اعلان کړی او له ټولو غړو او نه غړیتوب لرونکو هېوادونو، غواړي چې د دوی د نیولو په برخه کې له محکمې مرسته وکړي، که اړتیا پېښه شي دا غوښتنه به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم واستول شي، او کله چې مشران ونیول شي، محاکمه به یې پیل شي، یعنې دا محکمه غواړي چې د طالبانو مشران تر نیول کېدو وروسته، د خپلو کړو جرمونو لپاره عدالت ته وړاندې شي.

د طالب مشرانو د نیول کېدو د حکم اجرایي کېدلو پروسه:

 د طالبانو د مشرانو د نیولو حکم رسمي اعلان؛

 د تورنو کسانو په توګه د طالب مشرانو د نومونو درج کول؛

له غړو هېوادونو د رسمي همکارۍ غوښتنه؛

د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه د همکارۍ غوښتنه؛

تر نیول کېدو وروسته، د محاکمې د بهیر پیل.

تر دې دمه، د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د لومړۍ او دویمې کچې مشرانو د نیولو حکم صادر کړی دی، چې د سیاسي شنونکو په باور، دغه موضوع به طالبان له سیاسي پلوه او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو په برخه کې له پېچلو ازموینو سره مخ کړي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې د څارنوال دفتر د طالبانو د مشرانو د نیولو د حکم له صادرېدو سره هم‌مهاله اعلان وکړ، چې دا اداره به د محکمې له دارالانشاء او همداراز له غړو او غیر غړو هېوادونو سره په همغږۍ د طالبانو د مشرانو د نیولو د پرېکړې د عملي کېدو هڅې وکړي. د جرمونو نړیواله محکمه، چې افغانستان یې هم غړۍ دی، ۱۲۴ غړي لري او د روم د اساسنامې د ۸۶مې مادې له مخې، ټول غړي هېوادونه د دې محکمې د حکمونو په تطبیق کې قانوني مکلفیت لري. خو متحده ایالات، روسیه، هند، پاکستان، چین او ایران د جرمونو د نړیوالې محکمې رسمي غړیتوب نه لري.