د امریکا د استازو جرګې غړی مایکل مککال وایي، چې د روسیې له لوري د طالبانو رسمیت پېژندنه؛ خطرناک اقدام و او د طالبانو له تاوتریخوالي ډک حاکمیت ته د تایید مهر وهل وو. مک کال زیاته کړې، چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته، دغه هېواد کې بشري ناورین رامنځته شوی او د ښځو د حقونو په تړاو ټولې لاسته راوړنې له منځه تللې دي.
د امریکا د استازو جرګې د دغه غړي د څرګندونو هم مهاله، د منځني آسیا د یو شمېر هغو هېوادونو په اړه، چې له طالبانو سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخوي، معترضې ښځې بېل لیدلوری لري او وايي، چې د طالبانو رسمیت پېژندنه د افغانستان له ښځو سره خیانت دی.
د روسیې له لوري د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو د غبرګونونو په دوام، تازه د امریکا د استازو جړګې غړي مایکل مک کال ویلي، چې د مسکو دا اقدام خطرناک او له تاوتریخوالي ډک د یوه حاکمیت پر کړنو د تایید مهر اېښودل دي.
مایکل مککال وايي: «دا د یوه ائتلاف له لوري خپلو متحدانو ته د مشروعیت ورکولو ښکاره هڅه ده. زه د نړۍ له ټولو آزادو مشرانو سره یو ځای، دغه خطرناک اقدام او له تاوتریخوالي ډک حاکمیت ته د تایید د مهر لګولو پروسه غندم.»
د مککال دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې که هم د امریکا دایمي استازي د هغه پرېکړه لیک پر وړاندې چې له طالبانو سره د تعامل او خبرو اترو په لټه کې و، منفي رایه ورکړه او له طالبانو سره د هر ډول تعامل پر وړاندې د مخالفت اعلان یې وکړ.
خو په مقابل کې بیا، د منځني آسیا یو شمېر هېوادونو، له طالبانو سره د تعامل په برخه کې بېله لاره خپله کړې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کابل کې له خپل قزاقستاني سیال سره په لیدنه کې، د دوه اړخېزه سیاسي – اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د ټرانزیټي پروژو او په سیمه کې له فرصتونو په ګټو اخیستلو ټينګار کړی دی او د دوامداره او با ثباته تعامل او همکاریو غوښتنه یې کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي: «په دغه لیدنه کې، دواړو لوریو د دوه اړخېزو اړیکو پر پياوړتیا، اقتصادي همکارۍ، د سیمې د فرصتونو په اړه، د ټرانزیټي پروژو د پراختیا په اړه او همداراز د هر اړخېزه سیاسي تعامل او تفاهم پر ټینګښت، خبرې اترې وکړې.»
ورته مهال، د ښځو آزادي غوښتونکو غورځنګ خبردارۍ ورکړی، چې د طالبانو په رسمیت پېژنده، له جنیستي آپارټاید سره لاس ورکول او د افغانستان له ښځو سره خیانت دی. دغه غورځنګ ټینګار کړی، چې طالبانو ته د مشروعیت ورکولو پر ځای؛ دوی باید د خپلو جنایتونو له امله ځواب ویونکي شي.
له زده کړو او کار محرومې یو شمېر ښځې او نجونې هم د روسيې له دې اقدامه نیوکه کوي او له نورو هېوادونو غواړي، چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته په کتو، د طالبانو د عادي کولو هڅه دې پرېږدي.
که څه هم نړیوالې ټولنې، د طالبانو د رسمیت پېژندنې او د دوی د عادي کولو لپاره یو شرط دا ایښی و، چې باید بشري حقونه په ځانګړي توګه د ښځو حقونه رعایت کړي، خو روسیې د لومړني هېواد په توګه د نړیوالې ټولنې دغه شرط ته په شا کولو سره، د طالبانو رسمیت پېژندلو ته را و دانګل. د روسیې له دغه رسمیت پېژندنې، پرته له چین هېواده، بل کوم هېواد هرکلۍ نه دی کړی.
