ښځې

د کاناډا د پارلمان استازو غوښتل، مرسل نبي‌زاده امن ځای ته ولېږدوي

یو شمېر کاناډایي سیاستوالو غوښتل، د افغانستان د ولسي جرګې مخکینۍ غړې مرسل نبي‌زاده چې یکشنبه شپه کابل کې ووژل شوه یوه امن ځای ته ولېږدوي.

الکس راف یو له هغو شپږو کاناډایي استازو چې د تېر کال له اکټوبر میاشتې راهیسې یې د نبي‌زاده او اتو نورو ښځینه استازو د کډوالۍ کارونو د ژرترژره مخته بېولو لپاره هڅه کوله چې په افغانستان کې بند پاتې وې، بي‌بي‌سي ته یې ویلي چې د نبي‌زاده د مړینې خبر «ډېر د اندېښنې وړ او خواشینونکی و.»

تر اوسه د اغلې نبي‌زاده د وژل کېدو څرنګوالی ګونګ دی، خو طالبانو ویلي چې نوموړې له خپل یوه ساتونکي سره د ناپېژانده کسانو له خوا په خپل کور کې وژل شوې ده.

ښاغلي راف بي‌بي‌سي ته ویلي چې د کاناډا د پارلمان یوه ډله استازي راټول شول ترڅو «کاناډا ته د هغوی (د افغانستان د ښځینه استازو) له ژرترژره لېږدولو» ملاتړ وکړي.

د دې ډلې یوې غړې الکسیس برونل دوسپه ویلي دي: «موږ نه شو کولای د دې نوملړ بله ښځه له لاسه ورکړو. موږ یې د یو ځل بیا زغملو وس نه لرو، موږ مسوولیت لرو.»

دوسپه زیاته کړې: «دا دولت (کاناډا) ظاهراً یو فمینیسټي دولت دی. ښه، نو باید دا ثابته کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کاناډا فډرال دولت ژمنه کړې، چې ۴۰ زره افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدوي.

د کاناډا د کډوالۍ، پناه‌غوښتلو او وګړو اداره وایي چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې ۲۷ زره او ۳۴۵ افغانان دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.