ښځې

ظریفه یعقوبي د شیعه‌یانو شورا په ضمانت د طالبانو له بنده خوشې شوه

ظریفه یعقوبي چې څه د پاسه یوه میاشت یې د طالبانو په بند کې تېره کړه، دوشنبې د لیندۍ پر ۲۱مه د طالبانو له زندانه خوشې شوه.

نوموړې ته نږدې سرچینې وایي چې نوموړې د افغانستان د شیعه وګړو د شخړو د اواري شورا په ضمانت د طالبانو له بنده خوشې شوې ده.

د ظریفې یعقوبي خور عارفه یعقوبي د امو خبریال ته وویل: «خور مې لومړی اړیکه ونیوله چې کور ته راځي، ډېر خوشحاله شوو زما او د کورنۍ د غړو له سترګو د خوښۍ اوښکې راغلې او وې ویل چې باید تیاری ونیسو.»

د مېرمن یعقوبي یو بل خپلوان چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، وايي چې یوازې مېرمن یعقوبي له بنده خوشې شوې او همکاران یې لاهم د طالبانو په بند کې دي.

ظریفه یعقوبي د لړم په یوولسمه کله یې چې غوښتل په کابل کې د «ښځو د ځواکمن غورځنګ» په نوم د ښځو د اعتراضي غورځنګ د فعالیت اعلان وکړي له خپلو څلورو نارینه همکارانو سره د طالبانو له خوا ونیول شوه.

محمدرضا سازش‌، محمد سیرت، محمدعالم حکمت او حسین د مېرمن یعقوبي همکاران  دي چې لاهم د دوی د برخلیک په اړه مالومات نشته.

د مېرمن یعقوبي خپلوانو آمو ته  ویلي چې نوموړې د طالبانو د استخباراتو په ۴۰ ریاست کې بندي او د طالبانو له سختې څارنې لاندې وه.

په دې موده کې د ظریفې یقعوبي د کورنۍ د غړو په ګډون هېڅوک نه وو بریالي شوي چې په زندان کې له هغې سره ملاقات وکړي، کورنۍ او خپلوان يې په بند کې د هغې د وضعیت په اړه اندېښمن وو، د مېرمن یعقوبي د وضعیت په اړه له پرلپسې رپوټونو خپرېدو وروسته د هغې یوه همکار ته د لیندۍ په ۱۴مه اجازه ورکړل شوه چې له ظریفې یعقوبي سره وګوري، د مېرمن یقعوبي همکار امو ته تایید کړې وه چې د هغې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او مخ یې پړسېدلی دی.

د معترضو مېرمنو غورځنګ د غړې فرحت پوپلزۍ د برخلیک په اړه هم مالومات نشته چې کابو یوه میاشت مخکې په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوې وه.

د هرات د ښځینه زندان د مدیرې عالیې عزیزي کورنۍ چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو اونیو کې د طالبانو د مسوولینو په غوښتنه دفتر ته ولاړه، هېڅکله راستنه نه شوه، وايي، د نوموړې د موندلو لپاره د دوی هڅې بې پایلې وې.

په تېرو شپاړسو میاشتو کې له ښځو سره د طالبانو چلند له بشري حقونو د دفاع کوونکو بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.