ښځې

په فراه کې ښځینه خبریالانې، په رسنیو کې د کار د دوام غوښتونکې دي

د افغانستان په لوېديځ فراه ولایت کې ښځینه خبریالانې، په دې ولایت کې د خبریالۍ کار په اړه د اجازې نه ورکولو په اړه اندېښمنې دي.

دغه خبریالانې وایي چې پر افغانستان د طالبانو له بيا ځلې واکمنېدو مخکې، په دې ولایت کې زیات شمېر مېرمنو په رسنیو کې کار کاوه؛ خو اوس د اوسنیو مسوولینو له خوا په رسنیو کې د کار اجازه  نه ورکول کېږي.

یوه ښځینه خبریاله فروزان ابوبکر چې له سیاسي بدلونونو مخکې یې څه د پاسه دوه کاله په فراه کې په دې برخه کې کار کړی وایي: «حکومت (د طالبانو اداره) باید په لویو ښارونو او کوچنیو ولایتونو کې له ټولو ښځینه خبریالانو سره یو شان چلند وکړي؛ ځکه په ټولنه کې د مېرمنو حضور ارزښتمن دی او په ټولو برخو کې ددې پرګنې له فعالیت پرته پرمختګ او ودې ته نشو رسېدای.»

هغه زیاتوي: «هماغه شان چې خبریالې مېرمنې په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو او لویو ښارونو کې د فعالیت اجازه لري، باید موږ او نورو ولایتونو ته  چې ښځې د خبریالۍ اجازه نه لري، هغوی هم د کار اجازه ورکړل شي.»

د نوای زن راډیو، هغه رسنۍ چې د ښځو لپاره وه

په فراه کې د نوا راډیو مسوول مدیره حمیرا محمدي وایي: «د خواشینۍ ځای دی چې د خبریالۍ کار اجازه نه ورکول کېږي. موږ دا راډیو د مېرمنو لپاره فعاله کړې. له دې مخکې دلته یو شمېر مېرمنو کار کاوه؛ خو اوس اجازه نه لري. له  اسلامي امارت (طالبانو) هیله منې یو چې ښځو ته اجازه ورکړي، د خبریالۍ کارونه وکړي او له دې لارې د خپلو کورنیو اړتیاوې برابرې کړي.»

د نوای زن راډیو په ۱۳۹۹ هجري لمریز کال کې په فراه ولایت کې جوړه شوه او د جمهوریت پرمهال ۱۲ مېرمنې پکې په کار بوختې وې؛ خو اوس یوازې دوې ښځې پکې په تخنیکي برخه کې فعالیت لري.

په فراه ولایت کې د ښځو د حقونو یوه فعاله مرضیه نورزۍ په دې باور ده چې په ټولو برخو له هغې جملې رسنیو، مدني چارو، عدلي او قضايي، ملکي خدماتو، روغتیا، پوهنې او پوځي کې د ښځو حضور اړین دی.

هغه زیاته کړه: «خو د رسنیو په برخه کې، د ښځو حضور اړین تر برېښي؛ ځکه چې دوی کولای شي د ښځو د ستونزو حل لارې د دوی په ژبه بیان کړي.»

له بلې خوا، په فراه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالحی سباوون وایي: «د دوی حکومت په دې ولایت کې پر هېڅ یوه رسنۍ محدودیت نه دی لګولی. د خبریالانو ځاني خوندیتوب او امنیت د اسلامي امارت (طالبانو ادارې) لپاره یوه اړینه چاره  ده او ددې ترڅنګ چې د رسنیو او خبریالانو لپاره محدودیت نه دی رامنځته شوی؛ له هغوی ملاتړ هم کېږي.»

دا په داسې حال کې دي چې له واک ته د طالبانو له راستنېدو مخکې او د جمهوریت پرمهال، د فراه ولایت په رسنیو کې کابو دېرشو مېرمنو فعالیت کاوه چې ډېری یې د خپلو ورځنیو اړتیاوو په برابرولو کې مهم رول درلود.

په فراه ولایت کې د ځایي رسنیو مسوولین له ناوړه مالي او اقتصادي وضعیته شکایت کوي او زیاتوي چې دا ستونزې د دې لامل شوې، له خپلو یو شمېر همکارانو سره همکاري بنده کړې او دې چارې پر نشراتي منځپانګې منفي اغېز هم کړی دی.

دوی وايي چې که د ځایي رسنیو ناوړه اقتصادي وضعیت دوام وکړي، د ډېری رسنیو د فعالیت د درېدو احتمال شته.

د طالبانو له خوا د رسنیو د فعالیت په وړاندې محدودیت، یوازې په فراه ولایت پورې محدود نه دی؛ بلکې د هېواد په ډېری کوچنیو او لیرې پرتو ولایتونو کې دا محدودیت دوام لري.

ښځو ته د خبریالۍ فعالیت اجازه نه ورکول په داسې حال کې مطرح کېږي چې تراوسه د طالب مسوولینو له خوا، په رسنیو کې د کار لپاره ځانګړی قانون نه دی جوړ شوی او په هر ولایت کې د دې ډلې ځایي مسوولین، خپل ځانګړی قانون لري.