ښځې

د بدخشان په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو ۴۰ سلنه کمښت

له رسنیو ملاتړي بنسټونه د بدخشان ولایت په رسنیو کې د ښځو د حضور د کمښت او د دې ولایت په رسنیو کې د دوي په وړاندې له محدودیتونو اندېښنه څرګندوي.

دا بنسټونه وایي، په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ مخکې، د بدخشان په رسنیو کې څه د پاسه اویا مېرمنو کار کاوه، اوس دا شمېر ۳۴ تنو ته راکم شوی چې څلوېښت سلنه کېږي.

له رسنیو ملاتړي بنسټونه آمو ته وايي چې په اوسني وخت کې د طالبانو اړوند ملي ټلویزیون په ګډون درې تصویري رسنۍ، لس راډیوګانې او یوه چاپي رسنۍ په بدخشان کې فعالیت لري.

د «حریم زن» راډیو مسوولینې چې په بدخشان ولایت کې د ښځو له خوا یې مدیریت کېږي وايي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د اقتصادي ستونزو او محدودیتونو له امله چې طالبانو پر ښځو لګولي، ددې راډیو نشرات درېدلي وو؛ خو د طالبانو د واکمنۍ له تېرېدو شپږ میاشتې وروسته دغې رسنۍ بېرته خپرونې پیل کړې دي.

ددې راډیو یوه مسووله چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي: «رسني له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ډېری کارکوونکي یې په رضاکاره توګه فعالیت لري.ِ»

د بدخشان د رسنیو ښځینه کارکوونکې وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو مخکې، ددې ولایت په رسنیو کې د ښځو حضور پراخ و؛ خو ددې ډلې له واکمنېدو وروسته، زیات شمېر کارکوونکې وزګارې او په کورونو ناستې دي.

روان وضعیت د دې لامل شوی چې اوس د رسنیو زیات شمېر کارکوونکي او خبریالان وزګار او له رواني ستونزو سره مخ شي.

له بلې خوا، په بدخشان کې له رسنیو دفاع کوونکي بنسټونه وایي چې مالوماتو ته لاسرسی ستونزمن شوی او دوی نه شي کولای ناستو ته د خبري پوښښ لپاره وشي یا په ټلویزیوني خپرونو کې په آسانۍ برخه واخلي.

هغو محدودیتونو ته په پام سره چې طالبانو پر رسنیو لګولي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لسګونه خبریالان، نیول او شکنجه شوي او سپکاوی او تحقیر شوي دي.

د افغانستان له ژورنالیستانو ملاتړي بنسټونو د شمېرو له مخې، طالبانو په تېر څه د پاسه یوه کال کې، کابو دوه سوه خبریالان نیولي، شکنجه او سپکاوی یې کړی دی.

له بلې خوا، د خبریالانو د نړیوال فډراسیون د شمېرو پر بنسټ، د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې، په افغانستان کې د رسنیو ۶۸ سلنه کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او د ۱۰۵ تلویزیوني شبکو څخه اوس یوازې ۷۸ شبکې په افغانستان کې فعالیت لري او له ۳۰۵ راډیویي شبکو یوازې ۲۰۴ راډیوګانې په هېواد کې فعالیت لري.

دغه فډراسیون ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، ۴۸ سلنه رسنۍ په افغانستان کې تړل شوې دي.

د افغانستان د آزادو ژورنالیستانو ټولنې هم ویلي چې ۳۱۹ ښځینه خبریالانې په کابل او ۱۱۹ په ۱۵ ولایتونو کې فعالیت لري؛ خو د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې هېڅ ښځه په رسنیو کې د خبریالې په توګه کار نه کوي.

که څه هم پر رسنیو د طالبانو پراخ محدودیتونه د نړیوالې ټولنې له نیوکو سره مخ شوي؛ خو دا محدودیتونه د دغې ډلې له خوا لا روان دي.

مالوماتو ته نه لاسرسی، په رسنیو کې د ښځو د مخ پټولو، په یوه خپرونه کې د ښځینه او نارینه چلوونکو منع کول، د موسیقۍ او هغو فلمونو او سریالانو منع کول چې ښځې پکې وي، هغه محدودیتونه دي چې طالبانو د هېواد پر رسنیو لګولي دي.